په هېواد کې د وروستیو تحولاتو په لړ کې د نورو خوراکي او غیرخوراکو ترڅنګ د درملو په بیو کې هم ۱۵سلنه لوړوالی راغلی دی. د افغانستان د درملیزو خدمتونو ټولنې مشر اسدالله کاکړ وایي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت په راتلو سره د درملو بیې له لسو تر ۱۵سلنه لوړې شوي دي.
کاکړ د درملو بیو د لوړېدو ستر لامل په بانکي سیستم کې ستونزې یادوي او وايي چې په پوره اندازه او ټاکلي وخت د درملو د تولید قراردادي نړۍوالو کمپنیو ته پیسې نه لېږدول کېږي چې دوی یې له ګڼو ستونزه سره مخ کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دې ترڅنګ نوموړی زیاتوي چې یوه اندازه وارد شوي درمل د افغانستان ګمرکونو کې بند پاتې دي او که ژر تر ژره دغه درمل له ګمرکونو راپرې نه ښودل شي، نو د دې احتمال شته چې د یادو درملو د کارولو ټاکلې نېټه تېره شي او له منځ لاړ شي.
نوموړي وویل: «بانکي سیستم فلج دی مونږ نه شو کولای چې خپلې پیسې نورې نړۍ ته ټیټې کړو یا یې ولېږو چې نوي مالونه راوړل شي او دا په بازار اغېز کوي او نرخونه لوړېږي، ځینی قلمونه اوس په کمېدو دي چې هغه نه دي راغلي او ډېر کم هم چې درمل را روان دي، دا هغه مالونه دي چې په تېرحکومت کې رانیول شوې دي، نوی شی نه دی اخېستل شوی.»
د افغانستان د درملیزو خدمتونو د ټولنې مشر ډاډ ورکوي، که بانکي او نورې ستونزې هوارې شي، نو د درملو د کیفیت او بیو په برخه کې دوی پوره کنترول کولای شي.
اسدالله کاکړ ګمرکونو کې د درملو د محصول توپیر ته په اشارې له چارواکو غوښتنه وکړه چې د درملو ګمرکي محصول دې یو شان کړي.
په همدې حال کې د کابل ښار پروان هوټل سیمې د درملو عمده پلورونکي هم وایي چې د اسلامي امارت په راتلو سره د درملو په بیو کې لوړوالی راغلی دی.
له دې سره خواکې د افغانستان د درمليزو خدمتونو د ټولنې مشر اسدالله کاکړ وايي چې په تېرو څو ورځو کې د درملو څلور سوداګر د نامعلومو کسانو له لوري یرغمل شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې د درملو دا شمېر سوداګر په بلخ او کابل ولایتونو کې برمته شوي دي.