یوناما: افغانستان کې بشري وضعیت ناهیلی کوونکی دی

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي وايي چې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې فیلیپو ګرانډي دا موضوع کابل ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې کړې ده.

د درملیزو خدمتونو ټولنه: د درملو په بیو کې ۱۵سلنه لوړوالی راغلی

په هېواد کې د وروستیو تحولاتو په لړ کې د نورو خوراکي او غیرخوراکو ترڅنګ د درملو په بیو کې هم ۱۵سلنه لوړوالی راغلی دی. د افغانستان د درملیزو خدمتونو ټولنې مشر اسدالله کاکړ وایي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت په راتلو سره د درملو بیې له لسو تر ۱۵سلنه لوړې شوي دي.

خلیل‌زاد: د غني تېښتې په سوله‌ییزه توګه د واک د لېږد چارې ګډې وډې کړې

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي، له افغانستان څخه د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني تېښته د دې لامل شوه چې په دغه هېواد کې په سوله‌ییزه توګه د واک د لېږد چارې ګډې وډې شي. خلیل‌زاد زیاته کړې چې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه یې خپله دنده په سمه توګه ترسره کړې.

ملا برادر؛ د ټایمز مجلې د ۲۰۲۱کال اغېز لرونکې څېره

د ټایمز مجلې د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر د ۲۰۲۱ کال د نړۍ د سلو اغېز لرونکو څېرو په نوملړ کې اعلان کړی دی. په هغه مطلب کې چې د ملا عبدالغني برادر د پېژندنې په اړه خپور شوی، پکې لیکل شوي چې: «ملا عبدالغني برادر د طالبانو په ډله کې په ۱۹۹۴ کال کې د دغه تحریک له بنسټ اېښودونکو څخه شمېرل کېږي. یو اغېزمن پوځي مشر او د احترام وړ شخصیت دی.»