پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي، په هېواد کې د وچکالۍ مهارولو لپاره له شپږ میلیارډه ډېرې افغانۍ په‌کار دي، خو دغه اداره ورته یوازې یو میلیارډ بودیجه لري.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سلاکار عبدالله وليزاده سلام‌وطندار ته ویلي چې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو او د وچکالۍ مهارولو لپاره یې له نړیوالو سازمانونو همکاري غوښتې ده. وليزاده زیاتوي، اوس شاوخوا دوه میلیونه کسان په هېواد کې د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په روان کال کې د وچکالۍ له کبله له دوو تر ۲،۴ میلیارډه مټریک ټنه غنمو د کموالي خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي سلام‌وطندار ته ویلي چې سږ کال به د وچکالۍ له کبله د کرنیزو حاصلاتو، په تېره غنمو کچه را ټیټه شي.


له وچکالۍ سره د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت چمتووالی

بادغیس کې وچکالي: له ۶۰۰ ډېرې کورنۍ بې‌ځایه شوي

هرات؛ روان کال د بارانونو د کموالي او د وچکالۍ په اړه د مسوولانو خبرداری


د هغه په وینا، د دغه وزارت وړاندوینې ښيي چې سږ کال به په هېواد کې څلور میلیونه مټریک ټنه غنم وشي، خو ورته د افغانستان ټولیزه اړتیا ۶،۴ میلیونه مټریک ټنه ده.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د وړاندوینې له مخې، سږ کال یې ۲،۲ میلیونه مټریک ټنه غنم کم دي. د دغه وزارت مسوولان زیاتوي چې د خلکو د اړتیا پوره کولو لپاره به له بېلابېلو هېوادونو څخه غنم وپېري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام