د بغلان ولایت په خوست ولسوالي کې یوه محلي سرچینه سلاموطندار ته وایي چې بېګاه شپه د دغې ولسوالي په اړوند سیمه کې د وسلهوالو طالبانو په یوه کمین کې د څرخي پله د ښوونې او روزنې رییس غلاممحي الدین پیکان حیدري له دوو محلي قومندانانو سره چې د ولسي پاڅونوالو مسوولیت یې پر غاړه درلود، وژل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سرچینې په وینا، دغه پېښې د خوست ولسوالي اړوند په «پوزه رېګ» سیمه کې هغه مهال شوې چې د څرخي پله زندان د ښوونې او روزنې رییس له نورو لسګونو کسان سره د خپلې سیمې د ساتنې لپاره وسله پورته کړې وه او له طالبانو سره په جګړه وو.
سرچینه تاییدوي چې په دې پېښه کې د ولسي پاڅونوالو دوه سرتیري ټپیان شوي او د وسلهوالو طالبانو څلور جنګیالي هم وژل شوي دي.
- د بغلان پر لویو لارو د طالبانو ولکه او د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې
- د مرکزي بغلان ولسوالي پر امنیه قومندانۍ د وسلهوالو طالبانو موټر بم برید
- بغلان کې ۸ امنیتي ځواکونه او ۳ ملکیان د طالبانو له بنده را تښتېدلي
غلاممحي الدین پیکان حیدري د بغلان ولایت د خوست ولسوالي له کدري ځوانانو څخه وو او په بېلابېلو برخه کې یې دندې ترسره کړې وې. هغه د بغلان ولایتي شورا او د پوهنې رییس او همداراز د هېواد د زندانونو د ښوونې او رورنې د رییس په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
د خوست ولسوالي څه باندې یوه اوونۍ وړاندې د وسلهوالو طالبانو له لوري نیول شوې وه. خو دفاع وزارت ویلي چې دغه ولسوالي یې د طالبانو له شتون څخه پاکه کړې او د امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.