دوران‌علي حکیمي چې د اسټرالیا په ملبورن ښار کې اوسېږي وايي، له کابله ورته د افغان پُسټ له لارې د ۱۷ زره افغانیو په بدل کې ور لېږل شوې وه او باید په یوه میاشت کې ور رسېدلې وای، خو په وینا یې، یو کال وروسته ور ورسېده او هغه هم نیمګړې.

په یاده کڅوړه کې دوه هزاره‌ګي جامې وې چې ډېرې پخوانۍ سکې په‌کې کارول شوې وې او حکیمي غوښتل په ځانګړو مراسمو کې یې خپلې مېرمنې ته ډالۍ کړي، خو داسې ونه شول او پوره یو کال وروسته د اسټرالیا په سيډني ښار کې موندل کېږي.

د هغه په خبره، سره له دې چې یو کال وروسته ورته لېږل شوې کڅوړه ورسېده، خو نیمګړې او هغه سکې چې له معنوي او مادي اړخه ورته ارزښتناکې وې، نه وې پرې ټومبلې او یوازې جامې ور پاتې وې.

په همدې حال کې صدیقه ګلزار چې په هند کې یوه افغانه زده‌کړیاله ده، وايي چې د افغان پُسټ شرکت د بې‌غورۍ له کبله یې نږدې د لیسانس دورې د زده‌کړو پایله په اوبو لاهو شوې وې وه.

هغې خپل سندونه د افغان پُسټ له لارې هند ته لېږلي، خو له څلورمیاشتني ځنډ وروسته ترې ورک شوي او بیا یې د خپلو سندونو سکن کاپي لېږلې او هلته یې له افغان سفارت څخه د پوهنتون پایلې ترلاسه کولو برخه کې مرسته غوښتې ده.

د کابل ښار یو اوسېدونکی خالق امیري وایي، افغان پُسټ نه یوازې توکي په سمه توګه نه استوي، بلکې بډې هم پرې اخلي.

د نوموړي په وینا، تېر کال یې د افغان پُسټ له لارې د یوولسو افغانیو په بدل کې یوه کڅوړه ترلاسه کړې، خو سږ یې د ۱۲۰ افغانیو په بدل کې ورته بله کڅوړه ورکړې ده. زینب هم بله هغه مېرمن ده چې د افغان پُسټ له لارې یې دوه ځله د پېژندپاڼه په ګډون، ځینې نور مهم سندونه اروپا ته لېږلي، خو په وینا یې، ورک شوي دي.

د کابل یوه بله اوسېدونکې ذکیه عکسرزاده وايي، دوه ځله يې له کابل څخه تهران ته لیک استوه، خو نه دي رسېدلي.

هغه ټول کسان چې په دغه راپور کې ورسره مرکې شوي، باور لري چې فساد، د مسوولانو نه پاملرنه او د کره پتو نه موجودیت په افغانستان کې د پُسټي خدمتونو په برخه کې د ستونزو اصلي لاملونه دي.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د افغان پُسټ ادارې نظر هم ولرو، خو د دغې ادارې مسوولان خبرو کولو ته حاضر نه شول.

د افغان پُسټ شرکت مسوولانو تېره اوونۍ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د «سمارټ پُسټ» په نوم یې یوه طرحه جوړه کړې او پلي کېدو سره به یې د هر کور او ادارې لپاره پُسټ کوډ جوړیږي او په خبره یې، د کره پتو په برخه کې اوسنۍ ستونزې به ورسره حل او افغانستان به پرمختللیو پُسټي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام