په هېواد کې  د ناامنیو پراخوالی، وزګارتیا، اقتصادي ستونزې او د ژوند لپاره د مناسبې فضا محدودیت له هغو عواملو دي چې زیات شمېر ځوانان یې نامنظمې کډوالۍ ته اړ کړي.

۲۵ کلن عبدالخالق هغه افغان کډوال دی چې اوس یونان هېواد کې د کډوالو یوه کمپ کې ژوند کوي. دی وايي، د نړۍ هېڅ ځای د خپل هېواد په څېر نه‌شي کېدای.

هغه د خپلې کډوالۍ په اړه وایي چې هېواد کې روان بد وضعیت او ناامنۍ د دې لامل شوي چې نوموړی له خظرونو پر ډکو لارو سفر وکړي. د نوموړي په وینا، د کډوالۍ د لګښت لپاره یې پیسې په پور اخیستي او پور ورکوونکي ته به یې دوه برابره بېرته ورکوي.

جګړه او بې‌وزلي د نامنظمې کډوالۍ تر ټولو ستر لامل بلل کېږي. کلونه کېږي چې دا ښکارنده «پدیده» د نړۍ نورو هېوادونو ته د میلیونونو افغان کډوالو د کډه کېدو لامل شوې.

هغه افغانان چې له هېواده زرګونه کیلومتره لرې د یوه ارام ژوند تېرولو په لټه کې دي، پر دې نه پوهېږي چې د نامنظمې کډوالۍ پر لارې له جسمي، مالي او رواني ګواښونو سره مخ کېږي او خپلې پیسې بې‌ځایه لګوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوګ‌پاڼه وڅارئ

عبدالخالق وایي: «دوه کاله کېږي چې کډوال شوی یم، خو اوس هم بدبخته یم، برخلیک مې نامعلوم دی او یوازې د یونان دولت تر ادارې لاندې د کډوالو کمپونو کې ژوندي پاتې یو. نه پوهېږم چې مقصد ته به ورسېږم، که نه. ټول ژوند مې په قمار وهلی. د بېرته ستنېدو لپاره هم څه نه لرم. که ډيپورټ مې هم کړي، حیران یم چې ځان سره به څه وړم، هرڅه چې مې درلودل پر نامنظمې کډوالۍ مې ولګول.»

د کډوالو وضعیت په تړاو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکارعبدالباسط انصاري وايي، د افغان کډوالو ملاتړ په برخه کې بېلا‌ بېل بنسټونه فعالیت کوي.

هغه وویل، د کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره مختلفو برخو کې په ځانګړې توګه هغو ته د کاري زمینې رامنځ ته کولو او بېړنیو مرستو رسولو په برخو کې کار کوي.

هغه زیاته کړه، هغو هېوادونو کې چې افغان پناه غوښتونکي ژوند کوي، دغه بنسټونه هلته فعالیت لري، له دې سره هم‌مهاله نوموړي وویل چې د کډوالو  او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت  د سولې له راتلو وروسته په یوه پلان کار کوي چې د کاري زمینې د برابرولو او بېړنو مرستو چمتو کول پکې شامل دي.

دا یوازې عبدالخالق نه دی چې په هېواد کې د ناخوالو له کبله کډوالۍ ته اړ شوي، بلکې زرګونه نورو افغان کډوالو هم د نامنظمې کډوالۍ لوړې او ژورې تجربه کړي او ځینې یې ان بیا د مرګ تر سرحده رسولي دي.

عبدالخالق وايي، له قانونو سندونو پرته د کډوالۍ له خطرونو او ناوړه پایلو په اړه یې ناسم ‌پوهاوی لامل شو چې دې وروستیو کلونو کې نورو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ څپه نوره هم پراخه شي.



عبدالخالق وایي چې د هېڅ مرسته کوونکي پوهاوي ورکوونکي بنسټ په اړه معلومات نه لري او له دې بنسټونو د مرستې تمه هم نه لري، خو وایي چې یوازینۍ غوښتنه یې د کاري فرصتونو رامنځته کول او ځوانانو پر کار لګول دي.

بل‌خوا، په افغانستان کې د کډوالو مالوماتي مرکز یا «MRC» مسوول سید شېرحسین هنریار وايي، کوم کسان چې بهر هېوادونو ته نامنظمه کډوالي کوي، کولی شي دوی سره په انلاین او ټلیفوني بڼه اړیکه ونیسي او د نامنظمې کډوالۍ ناوړه پایلو په اړه مالومات ترلاسه کړي.

نوموړی وایي، د دوی خدمت یوازې د مشورې ورکولو تر بریده  دی او هغه کسان چې غواړي له قانوني سندونو پرته کډوالي وکړي دوی ورته په دې اړه لارښوونې ورکولی شي او ان تر دې چې د عامه پوهاوي لپاره یې په هېواد کې دننه په پوهنتونونو، دولتي ادارو او ګڼ‌شمېر بنسټونو کې یو لړ پروګرامونه هم جوړ کړي او خلک یې منظمې کډوالۍ ته هڅولي دي.

سره له دې چې ګڼ‌شمېر هېوادونو د کورونا ویرووس د مخنیوي لپاره خپلې پولې تړلي، خو له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته په نامنظمې کډوالۍ د تلونکو کسانو شمېر اوس هم لوړ دی.

ورته وخت کې یو‌شمېر هغه افغان کډوال چې په قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته تللي وايي، که د سولې خبرې مثبته پایله ورکړي او هېواد کې امنیت راشي، بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام