د یونان د کډوالو په کمپ کې د افغانانو نامعلوم برخلیک
په هېواد کې د ناامنیو زیاتوالی، وزګارتیا، اقتصادي ستونزې او د ژوند لپاره د مناسبې فضا محدودیت هغه لاملونه دي چې ګڼشمېر ځوانان یې نامنظمې کډوالۍ ته اړ کړي دي.
۲۵ کلن عبدالخالق هغه افغان کډوال دی چې اوس په یونان کې د کډوالو یوه کمپ کې ژوند کوي. هغه وايي، د نړۍ هېڅ ځای د خپل هېواد په څېر نهشي کېدای.