په پکتیا کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو له لوري د اسلامي امارت د ۱۵۰۰ سرتېرو یو کاروان چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، له اوږد مزل وروسته په بامیانو ولایت کې ځای پر ځای شول.

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي د دغه خبر په تایید سره سلام وطندار ته وویل، دغه ځواکونه د بامیان د امنیت ټینګښت په موخه ځای پر ځای شوي دي. هغه وايي: «مخکې بامیانو کې په کافي اندازه سرتېري نه وو موجود او په هر ځای کې د ځواک شتون یوه اړتیا ده.»

د دفاع وزارت د ویاند په وینا، بامیانو کې د اسلامي امارت په وړاندې پوځي خوځښت نشته. خو د ځینو رسنیو د رپوټونو له مخې، د اسلامي امارت د ۱۵۰۰ کسیز ځواک قومندان ملا محمد شرین پرون یوې غونډې ته ویلي: «پردۍ لاسوهنه دلته شته (بامیان) چې غواړي امنیت ګډوډ کړي او مونږ ته ستونزې جوړې کړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د شرین په وینا، ګاونډي هېوادونه هم په بامیانو کې لاسوهنه کوي، خو هغه په ډاګه نه کړه چې هدف یې کوم ګاونډي هېواد دی.

د ۲۰۳ منصوري قول اردو د پنځمې لوا د پلان او اپراسیون مشر غلام محمد بختیاري په دې ناسته کې ویلي: «د دوهم مقاومت په اړه خبرې روانې دي، د بامیانو خلک باید له موږ سره همکاري وکړي څو د دغه ولایت امنیت خراب نه شي.»

په همدې حال کې د بامیانو یوشمېر مشران او مخور وایي چې دغه ولایت ته د اسلامي امارت د ځواکونو د راتګ به هدف نه پوهېږي،خو د هغوی په وینا، د دغو ځواکونو د قومندانانو له خبرو داسې معلومېږي چې اسلامي امارت به په بامیانو کې د خپلو مخالفینو هر ډول نظامي اقدام او خوځښت وځپي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بامیانو یو تن مخور محمدسجاد محسني سلام‌وطندار ته وویل: «د اسلامي امارت ۱۵۰۰ ځواکونه دغه ولایت ته رسېدلي، د دغو ځواکونو قومندانانو په خپلو خبرو کې وویل چې د بامیانو د خلکو د امنیت او هوساینې په خاطر راغلي دي، خو دا څرګنده نه ده چې د دغو ځواکونو په ذهن کې څه دي.»

خو یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي سلام‌وطندار ته وویل،د اسلامي امارت نوي ځواکونه د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ودانۍ، د ځانګړې قطعې قرارګاه او د شهید مزاري هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوي دي.

د سرچینې په وینا، دوه ورځې مخکې د بغلان ولایت  تاله‌وبرفک ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې په پایله کې د اسلامي امارت ۷ سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته. سرچینه زیاتوي چې د بامیانو د امینې قومندان صدیق‌الله شاهین د دواړو لورو ترمنځ د پخلاینې په موخه د تاله‌وبرفک والسوالي ته تلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام