د بادغیس یوشمېر اوسېدونکي د کورونا ویروس په درملنه کې له طبیعي بوټو کار اخیستل مهم بولي. دوی وايي چې د کورونا ناروغانو د درملنې لپاره له طبیعي بوټو د درملو جوړول اغېزمن ثابت شوي دي.

د بادغیس د اوسېدونکو په وینا، د کووېډ ۱۹ ناروغۍ د خپرېدو په لومړیو ورځو کې یې د سونډ، سیاه دانه، دارچیني، شیرین بویه، ترخه او داسې نور طبیعي بوټي کارولي چې د کورونا د درملنې برخه کې یې اغېزمنتیا ډېره وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بادغیس د قلعه‌نو ښار اوسېدونکی عبدالسمېع وايي، د جسمي وړتیا، د ساه لنډۍ مخنیوي او د کورونا ویروس پر وړاندې د بدن مقاومت لوړولو په موخه یې له طبیعي بوټو د درملو په توګه کارل اخیستی چې پایله یې ښه وه.

نوموړي وویل: «له بده مرغه چې پر کورونا اخته شوم، خو شکر چې ترې ښه شوم او پرته له شک چې له طبیعي بوټو لکه هېل، دارچیني، زنجبیل، سیاه دانه او زرچوبې څخه مو ګټه واخیسته چې روغ رمټ شوم. ډاکټرانو به تل ویل چې کورونا ځانګړې درملنه نه لري او واکسین هم هغه وخت نه و، نو موږ او زما ملګرو چې له طبیعي بوټو مو ګټه واخیسته ډېره اغېزمنه وه.»

 په ورته وخت کې د بادغیس روغتیايي مسوولان وايي، د کورونا ویروس د خپرېدو په لومړیو ورځو کې د یاد ویروس ضد درمل نه و، سربېره پر دې چې خلکو د طبیعي بوټو درمل کارول، خو د روغتیا نړیوال سازمان بیا د ویټامین سي‌لرونکو  مېوو پر کارونې ټینګار کاوه چې د بدن د مقاومت د زیاتوالي لپاره ګټور بلل کېږي.

ډاکټر سمېع‌الله جمیلي چې د بادغیس په کووېډ-۱۹ روغتون کی دنده لري، وايي، سره له دې چې د کورونا واکسین او کور کې قرنطین ګټور دي، خو په وینا یې، د ویټامین سي‌لرونکو مېوو او سبزیجاتو کارول د کورونا ویروس په له‌منځه وړلو کې اغېزناک دي.

نوموړي وویل: «کورونا په لومړیو کې واکسین نه درلود او د روغتیا نړیوال سازمان بیا سپارښتنه وکړه چې پر کورونا اخته کس دې ځان قرنطین کړي. له مېوو او سبزیجاتو دې ګټه واخلي. هغه مېوې دې وخوري چې ویټامین سي لري، لکه مالټه او لېمو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې له پخوا راهیسې له طبیعي بوټو څخه د درملو په توګه کار اخیستل کېږي چې تر ډېر د ناروغیو په درملنه او مخنیوي کې  اغېزمن هم ثابت شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام