د بدخشان محلي مسوولان وایي چې د اغاخان سیمه‌ییز بنسټ له خوا د اروپايي کمېسیون په ۱۰۵ زره امریکايي ډالرو مالي مرسته د دغه ولایت مرکز فیض‌اباد ښار کې د برهان‌الدین رباني په روغتون کې د اکسیجن تولید دستګاه اخیستل شوې چې په في ساعت کې  د ۱۶زره او۱۰۰ لیټره اکسېجن د تولید ظرفیت لري.

د مسوولینو په خبره، د اکسیجن دغه دستګاه پرون نصب شو چې د پرانیستې مراسمو کې يې د بدخشان محلي چارواکو او د همکارو موسسو مسوولانو ګډون کړی وو.

بدخشان کې د اغاخان د سیمه‌ییز بنسټ مشر، شمس‌علي شمس وايي، د دغه ولایت د روغتیايي مرکزونو لپاره د اکسیجن عادي مصرف هره میاشت ۱۵ زره لیټره ده، په داسې حال کې چې د دې دستګاه د تولید ظرفیت په ساعت کې ۱۶زره او ۱۰۰ لیټرو ته رسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ښاغلی شمس زیاتوي، په عادي حالت کې هره میاشت د اکسیجن پر اخیستو ۴۵۰ زره افغانۍ، د شري ناروغۍ په بیړني حالت او ځينې نورو تنفسي ناروغیو پرمهال چې ددغه ولایت اوسېدوونکو ژوند ګواښي (۸،۵) میلیونه افغانۍ او همداشان دکورونا ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره ۴۵میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې اوس مهال د دې تولیدي دستګاه په نصب سره به دغه ستونزه هواره شي.

د اغاخان سیمه‌ییز بنسټ رییس په وینا، اوس مهال بدخشان کې د ۳،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د خالص اکسیجن د تولید ظرفیت شته چې دغه ولایت د اکسیجن تولید له اړخه پر ځان بسیا شو او کولای شي چې نورو ګاونډي ولایتونو ته يې هم صادر کړي.

په همدې حال کې د بدخشان د ولایتي روغتون رییس همایون فروتن وايي، کله چې افغانستان او په ځانګړي توګه بدخشان کې د کورونا ناروغي پرمختګ وکړ، د مړینې کچه لوړه شوه چې د مخنیوي لپاره یې یوازینۍ لار اکسیجن وو.

هغه زیاتوي، یو ماشین چې د اکسیجن د ذخیره کولو ظرفیت یې هم نه درلود په ۲۰۱۹ کال کې په دې روغتون کې نصب شو چې نورو څانګو ته يي اکسیجن پمپ کول او هره میاشت به ۱۵۰ بالونه اکسیجن چې پر هر بالون  ۱۲۵۰ افغانۍ لګښت راتلو له کندوز ولایت څخه راوړل کېده چې پر ناروغانو ډېر لوړ لګښت راتلو، خو اوس دا ستونزې هوارې شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بلخوا، د بدخشان ولایت مرستیال والي نثار احمد احمدي د دغه دستګاه نصب په اړه وايي چې د اړمنو او ناچاره خلکو لپاره اسانتیا رامنځته شوه او زیاتوي چې روغتیايي سکټور کې یو ستر پرمختګ او پیاوړې لاسته راوړنه ده.

ویل کیږي چې د کورونا ویروس د ناروغۍ له امله ګڼ شمېر هېوادوال د اکسیجن د کمښت له امله خپل ژوند وبایلل خو په دې وروستیوکې په یو شمېر ولایتونو کې د مرستندیوه موسسو په مالي لګښت د اکسیجن تولید دستګاوې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام