د عامې روغتیا وزارت د وږي په شلمه، د دوشنبې ورځ په کابل کې د سپټمبر اتمه یا د فزیوټراپي نړیواله ورځ ونمانځله. د دغه وزارت مسوولان وايي چې ۱۳،۹ سلنه افغانان په یو ډول نه یو ډول معلول دي. دوی د څو لسیزو جګړې څخه د پاتې شویو ناچاودو ماینونو چاودنه او ځینې ناروغۍ د هغوی د معلولیت اصلي لاملونه بولي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال حبیب‌الله اخوندزاده وايي: «هېواد کې د معلولیت لاملونه په ډېرېدو دي. له وروستیو څو لسیزو جګړو څخه پاتې ماینونه، د ټرافیکي پېښو ډېروالی، د زاړه عمر کسانو زیاتوالی، د شکر او نورې ناروغۍ د معلولیت لاملونه دي چې د فزیکي وړتیا بیا پیدا کېدو ته د خلکو اړتیا ډېروي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

په همدې حال کې د افغانستان د فزیوټراپي ټولنې غړیو په دې غونډه کې له عامې روغتیا وزارت څخه وغوښتل چې د فزیوټراپي څانګه د هېواد په روغتیايي سکټور کې مدغم کړي. د دې ټولنې غړیو د ټولنې لپاره د مناسب ځای نه موجودیت او ځینې نور مسایل د یادې ټولنې اصلي ستونزې په ګوته کړې.

د افغانستان د فزیوټراپي ټولنې رییس راضي‌خان همدرد وايي: «د مناسب ځای نه موجودیت، په روغتیايي سکټور کې کاري فرصتونه او د فزیوټراپېسټانو او روغتیايي کارکوونکو ترمنځ د همکارۍ نشتون زموږ لویې ستونزې دي.»

بله‌خوا د کابل د وزیر محمداکبرخان روغتون مسوولان د دغه روغتون د فزیوټراپي څانګه کې د روغتیايي امکاناتو له نشتون څخه سر ټکوي او وايي، د دې څانګې له لارې ناروغانو ته د فزیوټراپۍ لومړني خدمتونه برابرېږي.

د دغه روغتون د فزیوټراپي څانګې امر عبدالقادر یعقوبي سلام‌وطندار ته ویلي چې د فزیوټراپۍ له لارې د زړه ناروغۍ، د هډوکو درد، د ماشومانو شل کېدو، اېډز او نورو ناروغیو درملنه کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاتوي: «موږ په تېر یوه کال کې د اورتوپیډي او نورو ناروغیو د ۱۰۰۰ ناروغانو درملنه کړې، خو له بده مرغه د ګاونډیو هېوادونو په څېر د فزیوټراپۍ معیاري خدمتونو ته لاسرسی نه لرو او خلکو ته لومړني خدمتونه وړاندې کوو.»

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان ۱۶،۳ سلنه وګړي د فزیکي وړتیا بیا ترلاسه کېدو ته اړتیا لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام