د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ویلي چې افغانستان کې میلیونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي چې ډېری یې نجونې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنري مرستیاله کلي ټي‌ کلمنټز هرات کې د یوه ښوونځي څخه د لیدنې پرمهال د ټولو لپاره د زده‌کړو پر حیاتي اړتیا ټينګار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغان مېرمنې د اقتصادي پراختیا برخه کې پراخه ونډه لري او اړتیا ده چې په رهبري کې هم ونډه ورکړل شي.

کلمنټز زیاته کړې: «د دغه پټانسیل یوه اندازه مې هرات کې ولیده. د دې ټولو سربېره، دوی بیا هم هیله‌مندې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت تر بیا رسېدو راپدېخوا، ښځې په دولتي ادارو کې له کار منع شوي او نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تلو اجازه نه لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې سره هم‌مهاله په ټولنیزه برخه کې هم پر ښځو او نجونو یو لړ بندیزونه لګېدلې دي. که څه هم په وار وار نړیوالو بنسټونو پر ښځو او نجونو د لګېدو بندیزونو د لرې‌کولو غوښتنه کړې، خو دغو هڅو تراوسه پایله نه ده ورکړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام