په غزني کې د روغتیایي علومو د نیمه لوړو زده‌کړو د مرکزونو زده‌کړیالان وايي، دغه مرکزونه ډېری شمېر خیالي زده‌کړیالان لري چې ټولګیو ته له راتګ پرته هم د فراغت سند ترلاسه کوي.

دوی دغه کړنه، د هېواد د لوړو زده‌کړو د قانون خلاف بولي او له مسوولانو غواړي چې د جعلي اسنادو د وېش مخه ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مریم چې دا یې مستعار نوم دی او دوه کاله وړاندې یې د روغتیايي علومو په یوه مرکز کې یو سمسټر زده‌کړې هم کړي، سلام‌وطندار ته وویل چې سږکال یې غوښتل له ځنډ پرته خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، خو هغې ته ویل شوي چې د دویم او درېیم سمسټر فیس دې ورکړي او په څلورم سمسټر کې دې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

دا یوازې مریم نه ده چې د خیالي فراغت وړاندیز ورته شوی، بلکې ډېری شمېر نور زده‌کړیالان هم شته چې په غزني کې د لوړو زده‌‌کړو له خصوصي موسسو او د نیمه لوړو زده‌کړو د مرکزونو د خیالي زده‌کړیالانو او خیالي فراغت له ستونزو سر ټکوي.

دوی وايي، اصلي شخص په ټولګي کې شتون نه‌لري، خو د حاضرۍ په کتاب کې یې نوم لیکل شوی وي.

محمدعارف آریا چې په غزني کې زده‌کړیال دی وايي: «په ډېرو ځایونو کې چې زه شاهد یم، خلکو یوازې هغوی ته پیسې ورکولې، خو په درسونو کې به یې ونډه نه درلوده، په لومړي او اخر سمسټر کې به راتلل او خپل اسناد به یې اخیستل.»

په همدې حال کې د غزني اوسېدونکي له اسلامي امارت څخه غواړي چې په یاده برخه کې دې خپله پاملرنه زیاته کړي او په وینا یې چې د لوړو زده‌کړو په تړاو دې د دغه ډول لوی خطر او خیالي زده‌کړیالانو مخه ونیسي.

که څه د اسلامي امارت چارواکي، غزني ولایت کې د خیالي زده‌کړیالانو او خیالي فارغانو خبره ردوي، خو زیاتوي چې په دې تړاو باید علمي او اغېزناکې لارې چارې په پام کې ونیول شي.

دوی زیاتوي، له دې وړاندې به دغه ډول کړنې ترسره شوي وي، خو اوس د غزني د عامې روغتیا ریاست له لوري پر ښوونیزو مرکزونو هر اړخیزه څارنه کېږي او چا ته به د قانون ماتونې اجازه ورنه‌ کړي.

د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولان هم ټینګار کوي چې د روغتیایي علومو د مرکزونو د زده‌کړیالانو اسناد په سم ډول ارزول کېږي او په خبره یې، له سر غړونکو سره به جدي چلن وشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې اوس په غزني کې د روغتیایي علومو د نیمه لوړو زده‌کړو اته مرکزونه او د لوړو زده‌کړو دوه خصوصي پوهنتونونه فعالیت لري چې ډېر شمېر یې په دې وروستیو کالونو کې رامنځته شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام