په میدان وردګ کې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی. دغه پېښه پرون مازدیګر د میدان وردګ د سید‌اباد ولسوالي اړوند په لوړې کلي کې رامنځته شوې ده.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست کې یوې سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې د پېښې قربانیان خور او ورور دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرچینې په وینا، د پېښې قرباني روغتون ته پر لاره ساه ورکړې او ټپي ماشومه د ښې درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوې ده. د ټپي ماشومې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی چې په دغه ولایت کې له جګړو څخه د پاتو ناچاودېدونکو توکو د چاودنې له امله خلکو ته مرګ‌ژوبله اوړي، بلکې له دې وړاندې هم د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام