د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي، د دغه کمېسیون د حقوقو ریاست تر څار لاندې یوې کمېټې له ټاکنیزو شریکانو، ګوندونو، مدني ټولنې او نورو اړوندو ښکېلو خواوو سره د ټاکنو پر قانون شپږ میاشتې کار کړی او د پام وړ بدلونونه په‌کې راغلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس اورنګ‌زېب نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ټاکنو قانون مسوده یې له وروستي کېدو وروسته نن په رسمي ډول عدلیې وزارت ته لېږلې ده.

د نوموړي په وینا، د یادو بحثونو پر بنسټ او د سیاسي ګوندونو په وړاندیز یې د ولسي جرګې د ټاکنو سېسټم د رایو د نه لېږد وړ نه، څواړخیز هغه ته اړولی دی.

هغه ټینګار کوي، که د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې هم د څواړخیز سېسټم پر بنسټ وشي، د ټاکنو کمېسیون تیار دی چې د ټاکنو قانون د لومړنۍ طرحې مواد له دغه سېسټم سره برابر کړي.

اورنګ‌زېب وايي، د ټاکنو پروسه کې د کارېدونکو اصطلاحاتو د روښانولو، د برښنايي پېژندپاڼو پر بنسټ د رایې ورکوونکو د نوملړ جوړولو لپاره د تدابیرو، په ټاکنو کې د دولتي ادارو د همکارۍ، د کمېسیون د مالي او بودجوي خپلواکۍ، عامه پوهاوي او روزنې په برخه کې هم بنسټیز بدلونونه راوړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال مولانا محمد عبدالله هم په دې غونډه کې وویل چې د ټاکنو قانون اصلاحي طرحې د مدیرانو، کمېشنرانو او دارالانشا لاسونه لنډ کړي دي. د نوموړي په وینا، کمېسیون د ټاکنو د روڼتیا په برخه کې هم ښه طرحه په پام کې نیولې، خو د کمېشنرانو د ټاکلو څرنګوالي په برخه کې یې هېڅ بدلون نه دی راغلی او عدلیې وزارت او ولسي جرګه باید په دې برخه کې کار وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي چې یاده طرحه ۱۲۱ مادې او له ۶۰ ډېر مخونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې سیاسي ګوندونو تر دې مخکې تل د ټاکنو سېسټم چې د رایو پر نه لېږد وړ ولاړ و، د رایو پر لېږد وړ سېسټم د بدلولو غوښتنه کوله.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام