د ټاکنو خپلواک کمیسیون رييسې حوا علم نورستانۍ نن کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل، د ولایتي شوراګانو، د غزني د ولسي جرګې او د ځینو ښاروالیو ټاکنې به د راتلونکي کال تلې میاشت کې وشي.

د نوموړې په وینا، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۹ کال د اسد میاشتې په ۱۶مه د ولایتي شوراګانو، د غزني د پارلماني او د ځینو ښاروالیو ټاکنو طرحه یې ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریکه کړې وه چې د ارګ د پرېکړې له مخې، د ۱۴۰۰ل کال د ثور میاشتې ۳۱مه نېټه د ټاکنو ترسره کولو لپاره وړاندیز شوې وه؛ خو د وروستي مکتوب پر بنسټ، د ټاکنو د ترسره کولو کره نېټه د ۱۴۰۰ل کال تلې میاشت ټاکل شوې ده.

د ټاکنو کمیسیون رييسې زیاته کړه، کومې ستونزې چې تېرو ټاکنو کې رامنځته شوې وې څېړلي، ترڅو راتلونکيو ټاکنو کې دغه ستونزې تکرار نه‌شي.

په همدې حال کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رييس حبیب‌الرحمان ننګ وايي، د غزني پارلماني ټاکنو لپاره ۱۹ میلیونه او د ولایتي شوراګانو لپاره هم ۸۰ میلیونه ډالر پام کې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ يا فيفا څو ورځې وړاندې د ولایتي شوراګانو او د غزني د پارلماني ټاکنو بې‌برخلیک توب څخه اندېښنه څرګنده کړې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام