د ننګرهار د ټرافیکو مدیریت د موټرونو د تنظیم لپاره ۱۰۲ کارکوونکي لري خو ۷ میاشتې وشوې، چې معاش او ۱۰ میاشتې وشوې چې «بدل اعاشه» یې نه دي اخیستي. 

د ننګرهار د ټرافیکو کارکوونکي ټینګار کوي چې د دندې پر مهال کافي ډوډۍ نه لري او د معاشونو نه ورکول دوی یې له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ننګرهار د ټرافیکو د تنظیم مدیر یار محمد وایي، د همکارانو په لیکو کې یې داسې کسان هم شته چې د ډېرو اقتصادي ستونزو له امله څو کیلومټره پلی مزل کوي، څو دندې ته په وخت ورسېږي. هغه د اسلامي امارت له مسوولانو څخه غواړي چې ژر تر ژره دې د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د ننګرهار د ټرافیکو کارکوونکی نو الهادي وایي : «زموږ داسې همکاران شته چې یوه روپۍ نلري له کوره په کلیومټرو مزل کوي؛ خو ځان دندې ته رسوي. دا زمونږ وضعیت دی، خو خپلې هڅې کوو؛ امکانات نلرو. له مشرانو غوښته کوو چې د معاشانو، بدل اعاشې او نورو امکاناتو په برخه کې موږ ته پاملرنه وکړي ځکه موږ له زیاتو ستونزو سره مخ یوو. »

په همدې حال کې د ننګرهار د ټرافیکو مدیر جواد شېرزاد هم دا ستونزه مني او وایي چې د دغه مدیریت کارکوونکي  له څو میاشتو راهیسې خپل معاشونه نه‌ دي ترلاسه کړي. هغه وایي د کارکوونکو ستونزه یې مسوولانو سره شریکه کړې او د هغوی معاشونه به ډېر ژر اجرا شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

جلال‌اباد یو له هغو ښارونو څخه دی چې ټرافیکي ګڼه ـ ګوڼه په کې زیاته ده،  اوسېدونکي یې هم غوښتنه کوي چې د ټرافیکو امتیازات باید پر وخت ورکړل شي، څو د ښاري تنظیم په برخه کې ځند رامنځته نه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام