اسلامي امارت د دوی له‌خوا د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو او نړیوالو ځوکونو د همکارانو د څه باندې ۱۰۰ تنو وژل کېدو په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ او هغه یې ناسم بللی دی.

د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین ذبیح‌الله مجاهد نن پر خپل ټویټر لیکلي چې د اسلامي امارت د مشرانو لخوا له بښنې وروسته هېڅ‌څوک اجازه نه‌لري چې چاته زیان ورسوي. هغه ټینګار کړی، که د شخصي «غچ‌اخیستو» له امله داسې کومه پیښه شوې وي، دوی یې پلټنه کړې او عاملین مجازات شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش امنیت شورا ته په وړاندې کړي راپور کې ویلي، داسې “باوري ادعاوې” شته چې ثابتوي د پخواني افغان حکومت تر سلو ډېر غړي، پخواني امنیتي ځواکونه او هغه افغانان چې له نړیوالو ځواکونو سره یې کار کاوه، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته وژل شوي دي.

په دغه رپوټ کې راغلي چې ویل کېږي چې د دغو کسانو له درېیمې کابو دویمه برخه یې د اسلامي امارت او په هغوی پورې تړلو کسانو له خوا وژل شوي دي. ګوټرش همدارنګه په خپل رپوټ کې د بشري حقونو د مدافعانو او د رسنیو د کارکوونکو وضعیت هم نازک بللی دی.

د ګوترش په وینا، دوه خبریالان وژل شوي چې یو یې د داعش له خوا وژل شوی دی. ګوترش زیاته کړه چې دوه نور خبریالان د نامعلومو وسله‌والو له خوا ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه چې ملګرو ملتونو د موقتي توقیف، وهلو او ګواښلو ۴۴ قضیې ثبت کړي چې ۴۲ یې د اسلامي امارت لخوا ترسره شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګرو ملتونو دا راپور داسې حال کې خپریږي چې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخندزاده څه موده وړاندې د دې ډلې په قوماندانو غږ کړی وو چې د نوموړي د عفوي د اعلان احترام وکړي او د تېر حکومت سرتیرو ته سزا ور نه‌ کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام