د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني پرون خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په صبریو ولسوالي کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي.

هغه یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې سره د مثبتو او مشروع اړیکو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې یو شمېر سیاسي شنونکي د سراج الدین حقاني څرګندونې د نړیوالې ټولنې غوښتنو سره په ټکر کې بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سیاسي شنونکی احمد خان اندړ وایي: «د اسلامي امارت د کورنیو چارو  وزارت سرپرست څرګندونې له قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشور او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره په ټکر کې دي

د سیاسي چارو بل شنونکی حکمت الله حکمت هم وایي: «افغانستان باید د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې ومني څو نړیواله ټولنه هم افغانستان د نړیوالې ټولنې د غړي په توګه ومني

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څخه څه دپاسه ۱۱ میاشتې تېرېږي خو د اسلامي امارت مشران تراوسه نه دي توانیدلي چې نړیواله ټولنه او خپل سیاسي مخالفین د خپلې حکومتوالۍ په اړه قانع کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام