پکتیکا کې محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د پکتیکا د امنیې قومنداني مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت په مټاخان ولسوالي کې د یوه لاسي‌ بم چاودنې پرمهال یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خبرپاڼه کې ویل شوي چې پر یاد لاسي بم ماشومې لوبې کولې او پرې چاودلی دی. په ټپیانو کې یوه نجلۍ هم شامله ده چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له تېرو جګړو څخه د پاتې ناچاودو توکو د چاودنې له امله خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام