د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته په هېواد کې  ګڼ‌شمېر غږیزې، انځوریزې او چاپي رسنۍ د مالي امکاناتو نشتوالي له کبله وتړل شوې چې ګڼ‌شمېر کارکوونکي يې، اوس د وزګارتیا له امله بې‌برخلیکه دي. خو  هغه رسنۍ چې اوس هم فعالیت کوي، خبریالان یې وایي چې د رپوټ جوړولو پر مهال په اسانۍ اطلاعاتو ته په لاسرسي نه بریالي کېږي.

د هېواد سوېل چې ډېر وخت د جګړو شاهد پاتې شوی او رسنیز فعالیتونه پکې له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خبریالان یې وایي چې د نوي نظام په راتلو سره بیا هم ستونزې تر ډېره برید پر خپل ځای دي او نشي کولای چې د رپوټ لپاره پر خپل وخت د اړوند چارواکو څخه معلومات ترلاسه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په کندهار کې د ملت غږ راډيو مسوول بسم‌الله وطن‌دوست وایي، په دې وروستیو کې اطلاعاتو ته لاسرسی سخت شوی او په وینا یې، ډېر کله اړ شوی چې د یوه چارواکي نظر اخیستو لپاره په ساعتونو او ان ورځو انتظار وکړي، خو له دې سربېره بیا هم نه دی، بریالی شوی او رپوټ له خپرېدو پاتې شوی دی.

نوموړي وویل: «پدې وروسیتو کې د معلوماتو راټول سخت شوي، دلته پېښې کېږي چاودنه کېږي جنایي پېښې شوي سیاسي حالت کړکیجن کېږي او پدې تړاو موږ مالوماتو ته لاسرسی نه شو موندلی په ساعتونو ساعتونو ان ورځو نه بریالي کېږو چې پداسې مسایلو راپورنه جوړو کړو»

په کندهار کې د ازادو خبریالانو ټولنې مشر محمد‌یار مجروح وایي، خبریالانو ته پر خپل وخت د معلوماتو د نه ورکړې ستونزه یې څو ځلې له ځایي مسوولانو سره هم شریکه کړې، خو له دې سره ـ سره ورته تر اوسه کومه حل لار نه ده لټول شوې او خبریالان له ننګونو سره مخ دي.

له دې سربېره په لوېدیځ کې هم خبریالان له ورته ستونزو سر ټکوي. په هرات کې ځایي خبریال محس کریمي وایي، پخوا مطبوعاتو لپاره ځانګړې ادارې موجودې وې چې له دوی سره یې معلومات شریکول، خو اوس یې تشه ليدل کېږي. نوموړی زیاتوي چې ان ځینې وخت دوی ته د خپلې رسنۍ په کارت هم د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي او اړ دي چې د اسلامي امارت له مسوولانو اجازه‌لیک واخلي.

د هرات په ګاونډ غور کې خبریالان وایي، په ټولنیزو او اقتصادي مسایلو د رپوټ جوړولو لپاره کولا شي، په اسانۍ معلومات تر لاسه کړي، خو زیاتوي چې ډېر کله د امنیتي پېښو پر مهال د اطلاعاتو په پیدا کولو نه توانېږي.

اخوا په ختيځ او سوېل ختیځ کې هم رسنیز فعالیت او خبریالي له ننګونو خالي نه ده او ځایي خبریالان وایي چې لا یې هم پر وړاندې شته ستونزو کارونه د خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

دوی وویل، دا ستونزې نوې نه دي او تېر نظام کې هم تقریباً حالت دغه څېر و. خو اوس چې سیاسي بدلون راغلی، نو په ځینو برخو کې یې ډېروالی کړی او ان داسې هم شوي چې د معلوماتو د تر لاسه کولو پر مهال خبریالان وهل ټکول شوي.

په ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر یوسیف ظریفي وایي، له دې سربېره چې خبریالانو ته د اطلاعاتو لاسرسی سخت دی، تر څنګ یې مالي امکاناتو نشتوالی هم لویه ستونزه ده او په کار ده چې خلکو ته د معلوماتو رسولو او بیان ازادۍ د ژوندي پاتې‌کېدو لپاره نړیواله ټولنه او حکومت خپله بشپړه مرسته او همکاري وکړي.

په شمالي ولایتونو کې هم خبریالانو ډېر کله اطلاعاتو د لاس رسي په برخه کې د شته ستونزو د هواري غوښتنه کړې او ویلي یې دي، که دا حالت دوام وکړي، نو کارونه به یې نور هم له ستونزو سره مخ شي.

د ولایتونو په پرتله په پلازمېنه کابل کې بیا ستونزې تر ډېره بریده کمې او خبریالان وایي، کولای شي چې په ډېرو مواردو کې معلوماتو ته لاس رسی ولري، خو زیاتوي، دا بسنه نه کوي او په کار ده چې حکومتي دستګاه په دې برخه کې خبریالانو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د اسلامي امارت مرسیتال بلال کریمي وایي چې اطلاعاتو د لاسي رسي برخه کې خبریالانو ته د اسانتیاو برابرلو په هڅه کې دي او زیاتوي چې پلازمېنه کې ستونزه حل او ولایتونو کې اقدمات روان دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د جمهوري نظام پر مهال هم خبریالان له زیاتو ستونزو سره مخ  وو چې د معلوماتو تر لاسه کولو کې ورته ستونزې وې چې په ځينو مواردو کې وهل ټکول شوي ان په مرګ هم ګواښل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام