په فاریاب کې د اقینې بندر یوشمېر سوداګر په دغه بندر کې د «ټيسيارسي/TCRC» په نوم د یوه بهرني شرکت له غیرقانوني اخاذۍ څخه شکایت کوي او وایي چې دغه مافیايي شرکت د تېلو او ګازو د کیفیت ارزونې په پلمه، د سوداګرو له هر یو ټُن مال څخه ۸ ډالر غیرقانوني اخاذي اخلي.
په اقینې بندر کې د «اریا اروپا» شرکت استازی عبدالرحیم وایي، هغه ارزونې چې دغه شرکت یې د سوداګرو په توکو کې کوي، دوه دولتي شرکتونه «نورم سټنډرډ» او « د نفتي توکو مدیریت» یې هم ترسره کوي، خو دغه شرکت په غیرقانوني توګه له سوداګرو څخه اخاذي اخلي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه سوداګر په وینا، «ټيسيارسي» شرکت یو مافیايي شرکت دی چې په تېرو کې د مخکیني حکومت د مافیاوو له لوري رامنځ ته شوی وو او دوی د دغه شرکت پر وړاندې په وار وار لاریون هم کړی وو، خو لا هم د دغه شرکت فعالیتونه نه دي درېدلي.
د «نصیر عمر» شرکت استازی عزیزالله او سوداګر نصیر احمد وایي چې دغه شرکت باید د «نورم سټنډرډ» او د «نفتي توکو مدیریت» پور اړوند وی، خو دغه شرکت د مخکیني حکومت د مشرانو له لوري شخصي شوی وو او تراوسه یې فعالیت روان دی.
د نفتي موادو او اوبلن ګازو عمومي مدیر محمدالله د سوداګرو یادې ستونزې مني او وایي چې دغه شرکت غیرقانوني اخاذۍ اخلي او هغه عاید چې راټولوي، بیتالمال ته نه تسلیمیږي او شخصي جېبونو ته ځي.
په اقینې بندر کې سوداګر د اسلامي امارت له مسوولانو غوښتنه کوي چې هر څه ژر دې، د دغه شرکت فعالیتونه ودروي.
په همدې حال کې د سلاموطندار خبریال علاوالدین ارکین د یادې موضوع په اړه د «ټيسيارسي» شرکت دفتر ته د ځواب موندلو لپاره ورغلي وو، خو د دغه شرکت مسوولانو له ځواب ویلو څخه ډډه کړې ده.