ځینو سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي، د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو د سولې مرکچیانو هوکړه کړې چې له څو ورځني ځنډ وروسته به د سولې خبرې اترې بیا پیلوي.

د سرچینې په خبره، دواړه لوریو د اجندا لپاره جوړ شوی ترتیب هم چمتو کړی، خو د خبرو له بېرته پیلېدو سره سم به بیا بحث پرې وکړي.

د ملي روغې جوړې شورا یوې سرچینې هم له سلام‌وطندار سره په مرکه کې ومنله چې د دواړه لوریو ترمنځ هوکړې ته ژر نه رسېدل او په دې برخه کې نه پرمختګ د دې لامل شوی چې دواړه لوري لومړنۍ خبرې پای ته ورسوي او له ځنډ وروسته بیا پر نورو موضوعاتو بحث وکړي.

د سرچینې په وینا، د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی او په دویم هغه کې به پر اصلي اجندا مستقیمې خبرې اترې پیلېږي. سرچینه زیاتوي، د دغه ځنډ د څرنګوالي په اړه به نن یا سبا رسمي اعلان وشي.

د سولې مرکچي پلاوي یوه غړي هم منلې چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې یې پر ځنډ هوکړه کړې او په وینا یې، دواړو لوریو خپل لومړیتوبونه وړاندې کړي دي. د مرکچي پلاوي دغه غړی وايي، د افغان دولت لومړیتوب اوربند دی او د خبرو اترو له بیا پیل سره سم به پرې بحث وکړي.

په همدې حال کې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر خپلې فېسبوک‌پاڼې طالبانو ته وړاندیز کړی چې د سولې خبرو راتلونکي پړاوونه په افغانستان کې پر مخ یوسي.

نوموړي په هېواد کې د ځای د غوراوي واک طالبانو ته ورکړی او ویلي یې دي، هر ځای چې طالبانو غوره کړ، دولت یې په اړه نه یوازې کومه ملاحظه نه لري، بلکې لپاره به یې لازم چمتووالی هم ونیسي. حمدالله محب زیاته کړې، په بهر کې سوله او سوله کوونکي د بیروني شرایطو تر اغېزې لاندې راځي او تجربو ښودلې چې په دا ډول سوله کې د افغانستان ګټي نه ساتل کېږي.

د چارو شنونکي بیا وايي چې دواړه لوري د سولې خبرو اترو د دوام واک نه لري او د نوي میلادي کال په رخصتیو کې اړ دي چې په خبرو کې ځنډ راولي.

دسیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي وايي، د سولې خبرې اترې په مستقیم ډول د بهرنیانو تر نظر لاندې دي او تر هغې چې هغوی د کرېسمېس له رخصتیو نه را خلاص نه شي، د دوی مذاکرات به هم په ټپه ولاړ وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله د تېرې سه‌شنبې په ورځ د یوې غونډې پر مهال د سولې په خبرو کې د نویو جدي بحثونو د پیل خبر ورکړ.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام