تېر شاوخوا یونیم کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ پوله کې د نښتو او د هلمند سیند کې د ایران «حق‌ابې» په اړه د سیاسي ناندرینو تر زیاتېدو وروسته، د دغه هېواد یو پوځي پلاوي کابل ته په سفر راغلی دی.

د ملي دفاع وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ایران د پوځ د لوی درستیز مرستیال بهرام حسیني مطلق په مشري پلاوي د افغانستان د لوی درستیز له مرستیال مالي‌خان سره لیدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو لوریو د اړوند مراجعو له لارې پوله کې د نښتو پر مخنیوي، د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا او د خپلو ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې د چارو شنونکي وايي، ایراني پلاوي وروسته له هغې کابل ته سفر کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف وړ مواردو امنیتي بڼه خپله کړې ده.

د نړیوالو اړیکو شنونکی محمداکرم عارفي وویل: «د ایران او افغانستان ترمنځ له تېرو دوو کلونو راهیسې چې شخړې شوي، ډېری امنیتي مسایل و چې هر ځای او هر والي مجاهدین دي چې دې چارې ایرانيان اړ کړل، څو دلته راشي او یوه ډله چې په خبره سره پوه شي، د همدې لپاره پلاوي کې ډېر پوځي چارواکي شتون لري.»

د ملي امنیت څېړونکی شمشاد عزیز کاظمي بیا په دې باور دی چې کابل ته د ایران د پوځي پلاوي د سفر پیغام دا دی، که اختلافونه د دیپلوماسۍ له لارې حل نه‌شي، پوځي غوراوي څخه به کار واخیستل شي.

هغه وویل: «د هلمند د اوبو مسله ورو ورو سیاسي بڼه خپلوي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري د دې ستونزې نه حل لامل شوې چې ایراني پوځي چارواکي مداخله وکړي. د ایران د لوړپوړي پوځي چارواکي راتګ دا ښيي، که دا ستونزه د ډيپلوماسۍ او سیاسي لارې حل نه‌شي، ښايي له پوځي لارې حل شي.»

خو د نړیوال سیاست استاد ډاکټر محمود اضطرابي په دې باور دی چې هلمند سیند څخه د ایران د حق‌ابې مسله د ایران ډیپلوماسۍ څخه پورته مسله ده او ایراني چارواکي هم د خپلو کورنیو ننګونو په دلیل ګواښونه کوي.

هغه وویل: «که څه هم د یاد پوځي چارواکي سفر د سرحدي نښتو په اړه دی، خو موضوع له دې جدي ده او د هلمند د سیند اوبه دي. د اقتدار واکو حکومتونو ژبه ډيپلوماسي نه، بلکې ګواښ دی او ایران اوس بدو شرایطو کې دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې هلمند سیند کې د ایران د حق‌ابې په اړه د ایراني چارواکو او ا.ا ترمنځ د اختلافونو په دوام، د ایران د اسلامي شورا مشر محمدباقر قالیباف نن یکشنبې ویلي، د هلمند سیند کې د ایران حق‌ابه باید له پامه ونه غورځول شي او ا.ا دې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې د جدي ستونزو له رامنځته کولو مخنیوی وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام