د کډوالو نړیوال سازمان پر خپله ټویټرپاڼه لیکي چې په افغانستان کې ۵۶سلنه لویو او کوچنیو شرکتونو خپل کارکوونکي د اقتصادي ناورین له امله له دندو ګوښه کړي دي.
افغانستان کې د سیاسي بدلون وروسته، ډېری تولیدي، سوداګریزو او صنعتي شرکتونو په هېواد کې خپل فعالیتونه درولي چې د هېوادوالو د بېوزلۍ او وزګارتیا لامل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د کابل یوشمېر اوسېدونکي وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره بېوزلي او وزګارتیا ډېره شوې او لاهم د ډېرېدو په حال کې ده.
د کابل یوه اوسېدونکي توریالي رضواني سلاموطندار ته ویلي، د نظام تر پرځېدو مخکې يې په یوه خصوصي شرکت کې کار کاوه، خو اوس يې دنده له لاسه ورکړې ده
د نوموړي په وینا، هېواد کې وزګارتیا ډېره شوې او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، اړ دی چې هېواد پرېږدي.
د کابل یو بل اوسېدونکی نجیبالله وايي، د کورنیو او بهرنیو پانګو راجذبول او د پانګونې لپاره په کور دننه د زمینې برابرول، د دولت له بنسټیزو دندو څخه شمېرل کېږي، خو اسلامي امارت د خلکو اړتیاوو د تامین پرځای، په داسې کارونو ځان بوخت کړی چې ملت ته اقتصادي ګټه نه لري.
په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان د کډوالو نړیوال سازمان راپور ته په اشارې سره اندېښنه ښيي چې په هېواد کې د لوږ او وزګارتیا کچه لاهم د ډېرېدو په حال کې ده.
د اقتصادي چارو کارپوه ذکریا حیدري وویل: «ډېری هغو شرکتونو چې خپل ۶۵سلنه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي، ډېرې منفي اغېزې به ولري. دغه کسان وزګاره شوي او خپل عاید یې له لاسه ورکړی او اړ دي چې خپل لګښت کم کړي او دا په بازار مستقیم اغېز لري. دا وضعیت فاجعه ده او ډېرې ستونزې به وزېږوي.»
په ورته وخت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي، بېوزلي او وزګارتیا له مخکیني نظام څخه اسلامي امارت ته په میراث پاتې ده.
د دغه وزارت مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت د هغو کسانو په اړه چې خپل کارونه یې له لاسه ورکړي وايي، د مخکیني نظام یوشمېر ادارو کې تشکیلاتي توروم شتون درلود، خو اسلامي امارت کار اهلکار ته د سپارلو او د کسانو د جذب مخنیوي له امله د یوشمېر ادارو تشکیلات کم کړي دي.
خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین بیا هم د کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو ټینګار کوي. نوموړي وویل: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت د وزګارتیا لهمنځه وړلو لپاره ګټور پلانونه چمتو کړي. ا.ا سترې پروژې پرانستلي چې ښه بېلګه یې قوشتپې او د امو سیند نهر دی چې د هېواد اقتصاد لپاره ګټورې دي او څه باندې ۳۰۰۰۰ کسانو ته به پهکې د کار زمینه برابر شي.»
د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته او واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره، د بېوزلۍ او وزګارتیا کچه په بېسارې توګه لوړه شوې او د نړیوالو سازمانونو د راپورونو پربنسټ، د افغانستان شاوخوا ۹۵ سلنه وګړي کافي خواړه نه لري.