د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر ویلي چې امریکا به په راتلونکې کې هېڅکله په افغانستان کې له پوځي لارې مداخله ونهکړي او په وینا یې، څوک د داسې پرېکړې تمه نهلري.
کرن ډېکر یوې انلاین غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره ډيپلوماټيکه راشه درشه اغېزمنه ده او په وینا یې، امریکا به له پوځي پلوه افغانستان کې ښکېله نهشي.
نوموړې زیاته کړې چې امریکا هڅه کوي، څو له ډیپلوماټیکو او سیاسي لارو اسلامي امارت اړ کړي چې انساني ژوند ته د درناوي او بشريحقونو ته د درناوي په برخه کې خپلو کړې ژمنې عملي کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې وړاندې ویلي، په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو دوام او بشري وضعیت ښهکېدو لپاره امریکا باید د اسلامي امارت له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي.
کرن ډېکر منلې چې ښوونځیو ته د ټولو نجونو تګ او د ټولو افغانانو لپاره د امنیت ټینګښت هغه مسلې دي چې له اسلامي امارت سره پرې خبرې کېږي.
نوموړې همداراز افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه هم اندېښنه وښوده او وویل چې امریکا د یادو ډلو فعالیتونه څاري او تر نظر لاندې یې دي.