پرون ورځ له غرمې وروسته د کابل په لوېدیځ کې د ښاري ټرانسپورټ پر دوو مسافر وړونکو موټرو ماین چاودنې وشوې چې له امله یې ۷کسان ووژل شول او ۶نور ټپیان شول. دغه چاودنې په داسې حال کې کېږي چې د تېرې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ هم په همدغه سیمه کې د ښاري ټرانسپورټ دوه ټونس ډوله موټر د نښلوونکي ماین ښکار شول چې له امله ۵کسان پکې ووژل شول او ۱۶ يې ټپیان کړل.
له څو کلونو راهیسې د ښاري ټرانسپورټ په موټرو کې ماین چاودنو، د ښاریانو اندېښنې زیاتې کړي دي. دوی وایي حیران دی چې له کومې لېږدونکې وسلې څخه د تګ راتګ لپاره کار واخلي، څو ژوند یې خوندی وي.
د کابل ښار اوسېدونکې زهرا حسیني وایي، څو کاله وړاندې کله چې پر کاسټر موټرو چاودنې کېدې، پرېکړه یې ونیوله، څو په ټونس موټر کې تګ راتګ وکړي، خو اوس ټونس موټرهم پرله پسې د برید لاندې راځي او چاودنې پرې کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وایي: «له څه وخت راهیسې زمونږ په دفتر کې دا دود شوی چې کله دفتر ته راځو، نو له یو بل څخه پوښتنه کوو چې په خیر راغلې، ډاره شوې خو به نه یې، له بده مرغه چې زمونږ هر سهار په همدغو خبرو او وېرې پیلېږي.»
د کابل ولایت یوه بله اوسېدونکې حسنیه وایي، له څه مودې راهیسې د کابل امنیت خراب شوی او ډېر کله دغه بریدونه د پلازمېنې پر لوېدیځو وګړو کېږي. د حسنیې په وینا، په دغو بریدونو کې تر ډېره هزاره وګړي وژل کېږي او حکومت او نړېوالې ټولنې تراوسه د دوی د خوندیتوب او امنیت ټينګښت په برخه کې لازم اقدامات نه دي کړي.
هغې وویل: « امنیتي ځواکونه او په سر کې یې د افغانستان حکومت د ټولو ناامنیو مسوول دي، له یوه پلوه طالبان د سولې په نوم خلک وژني او له بلپلوه امریکایان هم د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي چې اوس پرته له مسوولیت څخه دغه هېواد پرېږدي. مونږ د جګړې له ټولو ښکېلو لوریو غواړو چې د ملکیانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.»
په همدې حال کې د پلازمینې په لوېديځه څنډه کې پر سیدالشهدا ښوونځي له برید وروسته د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د کابل لوېديځې سیمې د امنیت خوندیتوب لپاره یوه طرحه وړاندې کړې ده.
- د دشت برچي برید د قربانیانو کورنۍ له حکومته د پېښې څېړل غواړي
- حکومت پر سیدالشهدا ښوونځي د برید په څېړلو کې پاتې راغلی
- له نړیوالې محکمې د سیدالشهدا ښوونځي او لوګر د بریدونو د څېړلو غوښتنه
د ولسمشر د دویم مرستیال سلاکار محمد هدایت سلاموطندار ته ویلي چې دغه طرحه د ولایتي شورا له غړو، د ګذر وکیلانو، د سیمې له خلکو، امنیتي بنسټونو او علماو سره له سلا مشورې وروسته چمتو شوې ده.
نوموړی وایي چې د دغې طرحې د یوشمېرو برخو د پلي کېدو بهیر پیل شوی، خو په لویو ښارونو کې د ترهګرو ډلو پراخ فعالیتونه د دې لامل شوي چې ناامنۍ همداسې دوام وکړي.
نوموړي وویل: «طرحه ولسمشر ته وړاندې شوې او په تمه یو چې تصویب شي. دا چې ولې تراوسه امنیتي وضعیت نه دی ښه شوی لامل یې دا دی چې مونږ له یوه بېرحمه دښمن سره مخامخ یو، هیله لرو چې طرحه تصویب او پلې شي او له ټولو اړینه دا چې د ښاریانو وژنه ودرول شي.»
د کابل د لوېديځې سیمې د امنیت په اړه ولسمشر ته په وړاندې شوې طرحه کې راغلي چې د پولیسو او ملي امنیت تشکیلات دې ډېر شي او ورسره دې د دې سیمې خلک د امنیت په ټينګښت کې ښکېل شي. همداراز له ګواښ سره مخ سیمو کې دې د پولیسو او پوځ پوستې پراخوالی ومومي.