د کندز ګڼ شمېر اوسېدونکي چې له سخت اقتصادي حالت سره مخ دي سلام‌وطندار ته وايي، د ملي دسترخوان پروګرام له پیله تر اوسه پورې اړمنو کورنیو ته مرستې نه دي رسېدلي. دغه پروګرام څو میاشتې وړاندې د حکومت له لوري د بې‌وزلو په ځانګړې ډول د کورونا ویروس خپرېدو پرمهال له زیانمنو شويو کورنیو سره د مرستې په موخه پیل شو.

د دې پروګرام طرحه ولسي جرګې ته ولېږل شوه؛ خو هغوی د ځینو د لایلو د شفافیت د نه موجوديت له کبله رد کړه، خو حکومت دغه بهیر بيا هم پیل کړ.

په دې مرستو کې هره کورنۍ د ۴ څلور زره افغانیو په ارزښت خوراکي او غیرخوراکي توکي لکه اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، نخود، صابون او روغتیايي درمل تر لاسه کوي.

د مرستو تر وېش یوه میاشت وروسته د کندوز اوسېدونکي شکایت کوي چي په دې ولایت کې مرستې په عادلانه ډول نه وېشل کېږي.

د کندوز اوسېدونکی ۳۰ کلن عبدالطیف وايي، هره ورځ ښار ته د خپلو اولادونو لپاره د حلالې نفقې پیداکولو په موخه ځي. هغه وايي، د مرستو د وېش بهیر له ستونزو ډک دی او په عادلانه ډول مخته نه ځي.

د کندوز بله اوسېدونکې منیژه په یوه کرايي کور کې د خپلې ناروغې مور او ماشومې خور سره اوسېږي وايي، د ملي دسترخوان مرستې په هغو کسانو او سیمو کې وېشل کېږي چې د ګذر وکیلانو سره پېژندګلوي ولري.

نوموړې وايي، تر اوسه پورې ورسره مرستې نه دي شوي.

په کندوز کې د مدني ټولنې مشر عنایت الله وايي، مدني ټولنو چې کومه څېړنه کړې په دې ولایت کې د مرستو وېش بهیر کې ستونزې شته.

نوموړی زیاتوي، د ملي دسترخوان له لارې د بې‌وزله کورنیو د سروې پرمهال دوی ته هېڅ بلنه نه ده ورکړل شوې.

د هغه په خبره، دغه پروسه ستونزې او نیمګرتیاوې لري  او سیمه‌يیز چارواکي باید په دې اړه کار وکړي او د حیف میل مخه ونیسي.

خو د کندوز والي عبدالستار میرزکوال وايي، دوی د ملي دسترخوان له لارې د مرستو نظارت پیل کړی دی. د والي په خبره، د ملي دسترخوان د پروګرام د لومړي پړاو په پرتله په دويمه مرحله کې شته ستونزې له منځه وړل شوي دي.

د ملي دسترخوان پروګرام د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لارې د سیمه‌يیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوري په مرکز او ۳۴ ولایتونو کې پلې کېږي. هغه پروګرام چې تر پیل مخکې اقتصادي کارپوهانو پرې نیوکې وکړې، د شفافیت پر نه موجوديت او د ناعادلانه وېش يې خبرداری ورکړی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام