له هرې خبرې سره به یې رنګ تغییر خوړ، خوله به یې وچه شوه او د قاچاق لفظ سره به یې ځان راغونډ کړ.

په قاچاقي لارو سفر سخت دی؛ خو دا سفر هله لاپسې ستونزمن شي چې د یوه نااشنا کس په اشارو په نااشنا لارو روان یې او دغه لړزانده قدمونه ډېر کله د انسان په مرګ پای ته ورسېږي.

د ننګرهار اوسېدونکی ساحل د همداسې سفر کیسه کوي او وايي، فرانسې ته د تلو اراده یې هغه وخت له مغزو وتروړل شوه چې د ایران پولیسو ترکيې سره پر پوله ونیو.

دی د خپل بخت ویښولو او کورنۍ ته د ښه ژوند برابرولو لپاره له کوره وتلی و؛ خو نا خبره له دې چې تقدیر یې پر زندان اړوي.

وايي، څلور کاله وړاندې یې فرانسې ته د نامنظمې کډوالۍ اراده وکړه، زړه یې و چې هلته به د کار او پیسو ګټلو تر څنګ زده‌کړې هم وکړي؛ خو د بخت ستوری یې پر بله واوښت.

پر ساحل او ملګرو یې ایراني پولیسو هغه مهال ډزې وکړې چې ترکیې ته نږدې پر ځنګلي لارو قاچاقچي موټر کې روان وو.

ساحل د ایراني پولیسو وهلټکول او له افغان بندیانو سره د هغوی ناوړه چلند، سپکاوی او د لوږې شپې ورځې تېرول یادوي او وايي، ډېری افغانان له ایراني زندانونو په نامالوم لوري وړل کېږي چې بیا یې د مرګ او ژوند درک نه لګي.

نوموړی د ایران زندانونو کې د افغان کډوالو کړاو او سختیو ته اشاره کوي او وايي، ایراني زندانونو کې افغان بندیانو ته یو ډول ستنې هم وهل کېږي چې دې سره ډېری ځوانان په نشو روږدي کېږي.

د ایران زندان کې له کابو یوې میاشتې بند وروسته ساحل د هرات له لارې هېواد ته راګرځول شوی، د هغه ځای ستونزې او کړاوونه یې دومره ځوروي چې فکر کوي کلونه یې تېر کړي دي.

نامنظه کډوالي ډېرو ته د عبرت درس شي چې بیا راتلونکي کې دا وړ بې کوره کېدنې او کډوالۍ ته زړه نه ښه کوي.

ساحل له ځوانانو غواړي چې په نامنظم ډول دې مهاجرت ته زړه نه ښه کوي، ځکه دا چاره یې تر مرګ رسولی شي.

په ورته وخت کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان یا IOM د عامه اړیکو مسوول محمد حدیث پردېس سلام‌وطندار ته وویل، د روان ۲۰۲۰ کال له پیله د مارچ میاشتې تر اوومې نېټې له ایران او پاکستانه شاوخوا ۸۵زره کسان راستانه شوي چې ۲۰ زره یې یوازې مارچ میاشت کې راغلي دي.

پردېس وايي، کوم افغانان چې په خپله خوښه هېواد ته راځي، دوی ورسره بېلابېلو برخو کې مرستې کوي او دا مرستې د هېوادونو په تفکیک سره جلا دي.

په ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت مطبوعاتي مسوول سید عبدالباسط انصاري سلاموطندار ته وویل، دې وروستیو کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ چټکه شوې چې دې وروستۍ یوه نیمه میاشت کې له ایرانه کابو ۶۰ زره افغانان یا په خپله خوښه او یا هم د هغه هېواد له لوري راګرځول شوي دي.

انصاري وايي، اوس مهال د نورو مرستو تر څنګ د کډوالو وزارت هرات او کابل کې راستنو شويو ته د استوګنې نومرو د وېش لړۍ پیل کړې او ژر به نورو ولایتونو کې هم پیل شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، د منظمې او  نامنظمې کډوالۍ برخه کې د عامه پوهاوي کچې لوړول، افغان ځوانانو ته د کار زمینې برابرول او هېواد کې د سولې ټینګښت هغه موارد بولي چې کولی شي د نامنظمې کډوالۍ او د ناوړه پایلو مخه یې ونیسي.

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام