پنځه کاله وړاندې د ۲۰۱۷ کال د مې میاشتې په ۳۱مه د کابل په زنبق څلورلارې کې له چاودېدونکو توکو ډک یوه ټانکر موټر چاودنه وکړه چې شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله واوښته. د دې خونړۍ چاودنې مسوولیت چا پر غاړه وانه‌خیست، خو د مخکیني حکومت د ملي امنیت عمومي ریاست دغه برید د حقاني شبکې کار وباله.

هغه مهال د دې خونړۍ چاودنې په غبرګو کې پراخ لاریونونه وشول، په زرګونه کسان د کابل واټونو ته راووتل، حکومت یې پر بې‌کفایتۍ تورن کړ او د یوشمېر چارواکو د استعفا غوښتنه یې وکړه، خو لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل چې څو اعتراض کوونکي هم د مخکیني حکومت د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شول.

په همدې حال کې د زنبق په څلور لارې کې د چاودنې د قربانیانو کورنۍ لا هم د خپلو عزیزانو غم نه دی هېر کړی. دوی وايي، سره له دې چې د یادې چاودنې وحشت او ویره یې له یاده نه دی وتلی، خو د راتلونکو بریدونو او د خوندیتوب د نشتوالي له امله اندېښمن دي. له دې ټولو سره سره دوی بیا هم په هېواد کې د سراسري امنیت غوښتنه کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اعجازالحق غیاثي چې ۲۴ کاله یې عمر درلود، تازه له پوهنتون څخه فارغ شوی و او په یوه دولتي دفتر کې یې کار پيل کړی و چې د زنبق څلور لارې د خونړي برید ښکار شو او هیلې یې نیمګرې پاتې شوې.

د اعجازالحق ماما، نصیر احمد بینش چې له چاودنې مخکې له خپل خوریي سره و، په ژړه‌غوني غږ د هغه کیسه کوي: «اعجاز‌الحق سهار د قران الکریم له تلاوت وروسته چې د روژې میاشت هم وه، د دفتر پر لور روان شو، په خندا یې راسره خدای په‌ اماني وکړه. کله چې چاودنه وشوه، مبایل یې بند شو او  له ساعت لټون وروسته مو د هغه مړی له ۴۰۰بستر روغتون څخه پیدا کړ. د اعجازالحق شهادت راته د منلو نه و او نه مې باور کولای شوای او لا هم باور نه‌شم کولای چې هغه له موږ سره نشته. موږ ورسره عادت شوي وو او نشو کولای چې د هغه مرګ هېر کړو.»

د اعجازالحق کورنۍ سره یوازې د هغه څو عکسونه او یادونه پاتې دي. د دې عکسونو په کتو سره د اعجاز د کورنۍ درد نور هم تازه کېږي او شکايت کوي چې په هېواد کې د دغه پېښو د قربانيانو لپاره تراوسه عدالت نه دی تامین شوی.

د اعجازالحق ورور، سراج‌الحق غیاثي وايي: «موږ په هېواد کې سراسري امنیت غواړو، خو زموږ د خلکو دا ارمان پوره نه شو، دا ډول قربانۍ لا هم روانې دي. له بده مرغه، په زرګونه نارینه، ښځې، ماشومان او ځوانان قرباني شول. دوی د هغو سیاستوالو قرباني شول چې دوی ورسره هېڅ تړاو نه درلود.»

اوس چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، په دې مرګوني چاودنه کې د خپلو ځواکونو لاس لرل نه ردوي او نه یې هم تاییدوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، بلال کریمي سلام‌وطندار ته وویل چې د اسلامي امارت ځواکونو په تېرو دوو لسیزو کې په قصدي ډول ملکیان نه دي په نښه کړي. نوموړي په هېواد کې د تېرو کلونو د خونړيو پېښو د قربانيانو د درملنې په برخه کې د حکومت د ژمنتيا ډاډ ورکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کریمي زیاته کړه: «اسلامي امارت په تېرو شلو کلونو کې پر رامنځته شویو ناورینونو خواشینی دی او هڅه کوي چې د قربانیانو ستونزو ته رسېدنه وکړي او دا چې د زنبق څلور لارې پېښې څخه څو کاله تېرېږي، باید موږ یې په اړه دقیق معلومات راټول کړو.»

داسې راپورونه هم شته چې د پخواني حکومت او اسلامي امارت ترمنځ د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې د پېښې یوشمېر تنظیموونکي خوشې شوي دي، خو اسلامي امارت دا خبره نه تاییدوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ سره سره لا هم خونړي بریدونه دوام لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام