د ۳۰۰۰ امریکايي سرتېرو لومړنۍ جوپه چې ټاکل شوې افغانستان ته راشي، کابل ته را رسېدلې او د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوي دي. د دغو درې زره سرتېرو موخه چې تر یکشنبې پورې به کابل ته راشي، د امریکايي ډیپلوماټانو او د امریکا د نورو همکارانو د وتلو بهیر چټکتیا او خوندیتوب ښودل شوی دی.

پنټاګون تمه لري چې د ورځې شاوخوا زر امریکایان له کابله وباسي او په سیمه کې یې امریکايي اډو یا هم د امریکا خاورې ته ورسوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل ته په بیړه د ۳۰۰۰ امریکايي ځواکونو راتګ لامل شوی چې ګڼ‌شمېر د کابل د امنیت په اړه د سپینې ماڼۍ د اندېښنې په اړه خبرې وکړي.

په همدې حال کې بریټانیا هم له افغانستانه د خپلو هېوادوالو د اېستلو لپاره ۶۰۰ سرتېري کابل ته رالېږلي دي. بریټانیا ویلي چې د اړتیا وړ ځواکونه به په خپل سفارت کې پرېږدي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټرېش هم پرون په افغانستان کې د طالبانو چټک پرمختګ ته په کتو خبرداری ورکړ چې د دغه هېواد وضعیت له کنټروله وتلی او پایلې به یې د افغانانو لپاره په غم لړلې وي.

هغه په زوره د واک ترلاسه کېدل د نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وړ وبلل او له طالبانو یې وغوښتل چې خپل بریدونه ودروي. ګوټرېش وویل، څومره چې شخړې زیاتېږي، زیان یې ملکیانو او عامو افغانانو ته رسېږي او د افغانستان خلک به یې لوړه بیه پرې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا روسیې او چین هم د امریکا او د لوېدیځ نورو هېوادونو په څېر ټینګار کړی چې که طالبان وغواړي په زوره واک ترلاسه کړي، دولت به یې په رسمیت ونه پېژني.

ناروې او ډنمارک بیا پرون اعلان وکړ چې د لنډمهال لپاره به په کابل کې خپل سفارتونه وتړي.

ډنمارک او څو نورو اروپايي هېوادونو د هغو افغانانو د بېرته را اېستلو لړۍ د درېدو خبر ورکړی چې د اقامت غوښتنې یې نه دي منل شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام