نن په کابل او ننګرهار کې ګڼ‌شمېر صرافانو، سوداګرو او عامو خلکو په پلازمېنه کابل کې د امریکا د وروستي بې‌پېلوټې الوتکې د هوايي برید په غبرګون کې لاریون وکړ.

کابل کې د امریکا پرضد راوتلي لاریونوال چې د شهزاده سرای مخې ته راټول شوي وو، د دغه هېواد پرضد یې شعارونه ورکول او د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه یې کوله.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی همداراز د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه وکړه چې خپل هوايي حریم د افغانستان پر ضد ونه کاروي. په ننګرهار کې لسګونه لاریونوالو د امریکا پر ضد شعارونه ورکول او د وروستی هوايي برید یې له دوحې  تړون سرغړونه بلله.

دوی همداراز ویل چې امریکا باید د افغانستان په تړاو له ظالمانه پرېکړو لاس په سر شي او په ورته مهال یې په یاد هېواد غږ وکړ چې هر څه ژر دې د افغانانو ګنګل شوې شتمني هم ازاده کړي.

د یادونې ده، چې نن چهار شنبه د ننګرهار سربېره د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د امریکا پر ضد لاریونونو شوي او پر کابل یې د یاد هېواد ډرون برید په کلکه غندلی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم د تېرې جمعې پر ورځ په نږدې لسو ولایتونو کې پر کابل د امریکا د وروستي هوايي برید په غبرګون کې زرګونه کسان لارو او کوڅو ته راووتل او دغه برید یې وغانده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام