اختر د مسلمانانو لپاره د خوښۍ هغه ورځې دي چې په کال کې دوه ځله راځي، خو د هر کال په تېرېدو سره د اختر خوند او مزه کمرنګه کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي، سره له دې چې د لوی اختر لپاره یوازې یوه ورځ پاتې ده، دوی یې نمانځلو ته کوم تیاری نه دی نیولی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ښار اوسېدونکی ادم خان وایي: «په تېرو کلونو کې مو اختر په ډېر خوښۍ لمانځلو، خو په دې اختر کې نه خشوحالي وینې او نه هم تیاری. ټول افسرده دي، ۲۴ کلن یم خو اختر لپاره خوشحالي نه لرم.

د کابل ښار يو بل اوسېدونکی همایون هم وایي: «پخوا به کله چې اختر ته ۱۵ ورځې پاتې کېدې، خلکو به ورته خوشحالي کوله او ورته به په تمه و، اوس ورځ په ورځ او هر کال دا خوښي په کمېدو دی.»

یوشمېر نور هېوادوال وایي چې د خراب اقتصادي وضیعت له امله نشي کولی چې سږنی لوی اختر د تېرو کلونو په څېر ولمانځي.

بلال چې د کابل ښار اوسېدونکی دی وایي: «د خلکو اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، په دې حالت کې اختر نه شو لمانځلی.»

د کابل ښار بل اوسېدونکی سلیمان وایي: «زه دوکان لرم، سودا نشته او په اندېښنه کې یم چې په دې حالت اختر کې به څه کوو، مخکې د اختر په رسېدو د خلکو سودا اخیسته خو اوس له یوې خوا سوګ سودا نه اخلي له بلې خوا قیمتي ډېره ده.»

په همدې حال کې ارواه پوهان وایي، د انسان په ژوند کې د خوښۍ ورځې نمانځل د بشریت یوه اړینه غوښتنه ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ارواه پوه، زهرا میرزایي سلام‌وطندار ته وویل، د اقتصادي ستونزو له امله د اختر نه نمانځنه به تر ډېره پر ماشومانو منفي اغېزه ولري.

سږ کال لوی اختر داسې مهال راځي چې افغانستان د نړۍ د تر ټولو خپه هېوادونو په لونړي قطار کې ځای لري

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام