بېګاه شپه د هرات ښار اوسېدونکي د خپلو کورونو بامونو ته پورته شول او د «الله اکبر» نارو په وهلو سره یې له امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. د هرات ښار اوسېدونکو د الله اکبر نارو په پورته کولو سره، طالبانو ته دا پیغام ورساوه چې هرات کې د دوی لپاره ځای نشته او دغه ښار دوی نه شي زغملی.
له دې سره هممهاله له پرون ماښام راهیسې د هرات ښار په لوېدیځ، سوېل او شمال سیمو کې د امنیتي ځواکونو، کومانډو او د خلکو د مقاومت خوځښت ځواکونو له لوري چاڼیز عملیات پیل شوي دي او طالبان له هرات ښار څخه د ښار څنډو ته په شاتمبول شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هرات والي چې د دغه ولایت د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی، وایي چې د هرات ښار په څنډو کې د طالبانو ډېری غونډې او راټولېدنې د هوايي ځواکونو له لور په نښه شوي چې په ترڅ کې یې ۲۴ طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
په ورته مهال د هرات والي وایي چې تازه دمي سرتیري ور رسېدلي او د هرات ښار په څنډو کې به خپل چاڼیز عملیات پیل او په راتلونکو ورځو کې به وضعیت مثبت بدلون ومومي.
په ورته مهال د خلکو د مقاومت خوځښت مشر محمداسماعیل خان چې په هرات ښار کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، وایي چې د افغانستان اوسنۍ جګړه د دولت او طالبانو نه ده، بلکې د افغانانو دغه جګړه د پاکستان پر وړاندې ده.
هغه پر خلکو غږ وکړ، څو د طالب چې د پاکستان لاس پوڅی دی، قیام وکړي او هغوی داسې وځپي چې رالېږدونکو ته یې لوی درس شي.
دا په داسې مهال ده چې د هرات اوسېدونکي وایي، بېګاه شپه چې طالبان د دغه ښار له یوشمېر سیمو په شاتمبول شوي وو، بېرته راګرځېدلي دي. خو د هرات ولایت محلي مسوولان وایي چې اوس جګړه له ښار څخه د باندې، په کارته، غیزان او د مالان پلُ څېرمو سیمو ته وړل شوې ده.
- هرات ښار کې د جګړو له امله ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۷۵ټپیان دي
- هرات ته د طالبانو ځپلو لپاره مرستندویه ځواکونه لېږدول شوي
- هرات کې د یوناما پر دفتر د طالبانو برید؛ پنځه نظامیان وژل شوي او ۲۱ ټپیان دي
بلخوا په تخار کې یوه باوري محلي سرچینه، سلاموطندار ته وایي چې طالبانو د تالقان ښار پر یوشمېر سیمو برید کړی چې له امله یې د دغه ښار اړوند پنجشیري ها او ګنج علي بېک کلي نیولي دي.
سرچینه زیاتوي، د تالقان ښار شمال لور ته په قره پرچو کلي کې مېشت امنیتي ځواکونو خپل سنګرونه پرېښي او نورو سیمو ته تللي دي.
په همدې حال کې له کندهار څخه را رسېدلي خبرونه کاږي چې د ښار په څنډو کې جګړه کمه شوې ده.
کندهار کې یوه باوري امنیتي سرچینه سلاموطندار ته وایي، هغه طالبان چې د دغه ولایت په جګړه کې بوخت وو، د هلمند جګړې ته تللي او له همدې امله په دغه ولایت کې د جګړې څپې راکمې شوي دي.