د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه پر خپل ټویټر لیکلي، که طالبان د اجماع او روغې له لارې راتلونکې غوره نه کړي او سوله ونه کړي، امریکا به د هغه چا تر څنګ ودرېږي چې د جمهوریت ساتنې لپاره هڅه کوي.
د نړیوالو چارو شنونکي د خلیلزاد دا څرګندونې طالبانو ته د امریکا حکومت جدي خبرداری بولي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پوهنتون استاد اکرم عارفي له سلاموطندار سره په مرکه کې ویلي، امریکا په دا ډول څرګندونو سره غواړي په ډاګه کړي چې طالبان لا هم په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د نظامي لارې په لټه کې دي. د نوموړي په وینا، خلیلزاد په دغو څرګندونو روښانه کړې چې د سرتېرو وتل یې د ملاتړ د پای په مانا نه دي او د جګړې پر مهال به د افغان حکومت تر څنګ ودرېږي.
- خلیلزاد: که طالبان سوله ونه کړي، امریکا به د جمهوريت غوښتونکو افغانانو ترڅنګ ودرېږي
- د بهرنیو ځواکونو د وتلو پیل؛ په ۵ ورځو کې ۵۸ ملکیان او نظامیان وژل شوي
- په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې د ملګرو ملتونو ټينګار
د نړیوالو چارو شنونکی طارق فرهادي هم د خلیلزاد وروستۍ څرګندونې طالبانو ته جدي خبرداری بولي او وايي، اوس د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع تړلې ده او طالبان هڅه کوي په نظامي فشار سره له تور نوملړ څخه د خپلو غړیو د نومونو اېستلو او د بندیانو خوشې کېدو لپاره لاره هواره کړي.
خو د طالب ډلې د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وايي، امریکا د دوحې هوکړه ماته کړې او افغان حکومت هم تل د سولې خبرواترو څخه ځان اېستلی دی.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په یوه ټویټ کې لیکلي چې نړیواله اجماع یوازې تر سولې پورې نه ده، بلکې یوه نوي پړاو ته د افغانستان په ننوتو سره به نړیواله ټولنه به د دغه هېواد ملاتړ ته دوام ورکوي.