پاکستاني رسنیو پرون رپوټ ورکړ چې د پاکستان د استخباراتي سازمان یا د ایاېسای مشر فیض حمید د طالبانو په غوښتنه کابل ته تللی او ټاکل شوې طالب چارواکو سره وګوري.
سیاسي کارپوهان کابل ته د فیض حمید د راتلو لامل د طالب مشرانو ترمنځ د اختلافاتو زیاتېدل بولي او وايي، د دغو ننګونو ژوروالی لامل شوی چې پاکستان یې د حل لپاره ګام پورته کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکباڼه وڅارئ
سیاسي کارپوه سید باقر محسني په دې اړه سلاموطندار ته وویل: «د دولت اعلانولو کې د ځنډ لامل د دغې ډلې دننه کې د جدي او ژورو اختلافونو شتون دی. د هغوی ترمنځ د معاملې بحثونه مطرح شوي او دې وروستیو کې د پاکستان د ۱۳ لوړپوړو نظامي چارواکو سفر هم د دغې ادعا ښکاره ثبوت دی.»
د کارپوهانو په وینا، په داسې حال کې چې طالبان په دې نه دي بریالي شوي چې خپلمنځي اختلافات له منځه یوسي، نو اړتیا لیدل کېږي چې دغه اختلافات یې د درېیم کړي په منځګړیتوب حل شي.
د سیاسي چارو یو بل کارپوه اکرن عارفي:
د سیاسي چارو کارپوه اکرم عارف په دې باور دی چې پاکستان د طالبانو ترمنځ د شته اختلافاتو په له منځه وړلو کې اغېزمن ثابتېدای شي او له دغه هېواد پرته بل هېڅ هېواد هم اغېزمن نه شي ثابتېدای.
- پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان د تحریم لپاره د افغانانو پراخ کمپاین
- د ختیځو ولایتونو دیني عالمان: پاکستاني ملایان دې د افغان جګړې په اړه فتواوې نه ورکوي
- د پاکستاني چارواکو د څرګندونو پر وړاندې د بهرنیو چارو وزارت غبرګون
خو طالبان وایي چې کابل ته د ای اېس ای د مشر سفر د داوړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د دوام پر موخه شوی او داوړه لوري په بېلابېلو برخو کې د ښو اړیکو پر جوړولو خبرې کوي.
د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړی انعامالله سمنګاني وایي، دواړو لوریو په کابل هوايي ډګر کې د ملکي الوتنو د بیا پیل او د داړو هېوادونو ترمنځ پر پوله د شته ستونزو پر هواری، خبرې او بحثونه کړي دي.
هغه سلاموطندار ته وویل: «تېرو څو ورځو راهیسې هغوی غوښتنه کړې وه، چې کابل ته راشي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو لپاره خبرې وکړي، د هغوی غوښتنه تېره ورځ د اسلامي امارت له خوا ومنل شوه او کابل ته راغلل.»
نږدې درې اوونۍ کېږي چې طالبانو پر افغانستان ولکه خپله کړې، که څه هم په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال عباس ستانکزي تېره اوونۍ ویلي و چې تر راتلونکو دوو ورځو به نوی حکومت اعلان کړي، خو تراوسه دغه کار نه دی شوی.