« پلار یې معیوب و، زه خوشحاله وم چې مشر زوی لرم، زه به ستا لپاره مړه شم!» دا د هغې مور له درده ډک غږ ده چې پرون د کابل ښار په لوېدیځه سیمه کې د عبدالرحیم شهید لیسې په چاودنه کې  خپل ۱۸ کلن زوی میلاد یې له لاسه ورکړ.

میلاد د یوې اته کسیزې کورنۍ مشر زوی او د دې کورنۍ تر ټولو تکړه اولاد و. د هغه مړینه د کورنۍ ټولو غړو او په ځانګړې توګه د هغه مور ته  ډېره ګرانه خبره ده، او باور نه کوي چې هغه د تل لپاره میلاد له لاسه ورکړی. د میلاد مور د خپل زوی په ماتم کې د خبرو توان نه لري.

د میلاد پلار د چاودنې څخه درې ساعته وروسته هغه ښوونځي سره نږدې چې زوی یې زده‌کړه کوي خبرېږي. سره له دې چې د میلاد مبایل بند ښیي، خو بيا هم خپل زوی ته زنګ وهي او د مخابراتي شبکو له تکراري ځواب سره مخ کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ځان د محمد علي جناح روغتون ته رسوي، هغه ځای ته چې د پېښې ډېری قربانیان لېږدول شوي او د میلاد جسد د روغتون له یوې سړې خونې څخه پیدا کوي. چاودنې او د مشر زوی له لاسه ورکولو سره محمد حسن دې ته اړ شوی چې د خپل نور اولادونو ژوند  ژغورلو لپاره خپل نور ماشومان ښوونځي ته پرې‌نږدي.

محمد حسن وايي، د زده‌کړې په لاره کې د خپلو نورو ماشومانو د له لاسه ورکولو وېره لري. « په داسې حال کې چې امنیت نه وي او دښمنان د هر ښوونځي مخې ته چاودنې وکړي په داسې یو حالت کې موږ له زده‌کړې تېر یوو. په کور کې دې کېني او ښه ده چې بې‌سواد لوی شي.»

د دې ترڅګ بله  کورنۍ هم شته چې د خپل پلار په ماتم کې ناست دي. د لومړۍ چاودنې غږ اورېدل کېږي او سیدحسن ځان د چاودنې ځای ته رسوي څو د خپلو اولاد د روغ صورت خبر واخلي چې د عبدالرحیم شهید د ښوونځي زده‌‌کوونکی دی . خو دویمې چاودنې پلار وواژه.

حسین چې پلار یې د هغه په خاطر خپل ژوند له لاسه ورکړ وایي، پلار یې هڅولو چې درس ووایي او بریالی شخص ورڅخه جوړ شي؛ خو اوس د پلار نشتون زده‌کړو د دوام هیله یې ورڅخه واخیسته. هغه وایي: « زړه مې له درس ویلو تور شو. هغه څوګ چې د یو غر په شان زما تر شاه ولار و پلار مې و، اوس هغه نشته څوګ به زمونږ ملاتړ وکړي؟»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د دې پېښې د قربانیانو کورنۍ د هېوادوالو د امنیت په تامین کې اسلامي امارت ناکام بولي. له دې ټولو سره سره لارو د عبدالرحیم شهید ښوونځي ته. د نورو ورځو په پرتله د دې ښوونځي سکون مات شوی او خاموشي پکې خپور دی او د ښوونکو او د ښوونځي د مسوولانو پرته یوه زده‌کوونکی هم نه لېدل کېږي. ښکاري چې زده‌کووکي وېره لري او نور د زده‌کړو دوام ته زړه نه ښه کوي او زړه توري شوي دي.

د عبدالرحیم شهید لېسې مدیر غلام‌حیدر وايي، که څه هم په وار وار یې د اسلامي امارت له امنیتي ادارو څخه د ښوونځي د امنیت د تامین غوښتنه کړې ده؛ خو د دوی غوښتنو ته جدي پام ونه شو. هغه د وژل شویو او ټپیانو د شمېر په اړه وایي: « ۵ کسان سمدستي وژل شوي و او دوه نور تلفات یې هم درلود. ۱۱ نور ټپیان شوي دي.»

وموغوښتل چې په دې اړه د کابل د امنیه قومنداني نظر هم واخلو؛ خو د دغه بنسټ ویاند زمونږ اړیکې ځواب نه کړې. که څه هم روغتیایي او امنیتي مسوولانو په دې پېښو کې  د ۶ تنو وژل کېدل او د ۲۰ نورو ټپي کېدل تایید کړي؛ خو غیر رسمي شمېرې ښيي چې د عبدالرحیم شهید لېسې ته څېرمه په لومړۍ چاودنه کې له ۲۰ تر ۲۵ زده‌کوونکي وژل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام