د کندهار ځايي مسوولان وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دامهال په شاوخوا ۱۰ جريبه ځمکه د ځمکنیو توتانو کښت شوی چې ښه حاصل یې ورکړی دی.

د کندهار د ژېړۍ ولسوالي «نورزي» کلي کې ۳۷ کلن موسی کليم د خپل باغ څنګ ته په یو جريب ځمکه ځمکني توت کرلي.

نوموړی وایي، په همدې یو جریب ځمکه کال کې تر ۴ زره کيلو ګرامه حاصل ترلاسه کوي.

موسي کليم وایي، د ځمکني توت کښت د کروندګرو لپاره ګټور، خو نوی دی او باید مسوولان ورسره د حاصلاتو کیفیت لوړولو کې مرسته وکړي.

هغه وویل: «دلته د کرل شوي د ځمکنيو توتانو حاصل ټولونې، تر ۱۰ زیاتو کليوالو ته د کار زمينه برابره کړې، په کار بوخت کليوال د کرنې سکټور ته پاملرنه د بېکارۍ لمنځه وړلو په برخه کې مهمه بولي.»

کندهار کې د ځمکني توت دوو نورو کروندګرو سميع الله او فضل احمد سلام‌وطندار ته وویل:

«څلور فصله ورکوي ځمکني توت او ډېر ښه کښت دی، خو داچې دغه کښت نوی دی، ډېر کله د زیاتې ګرمۍ پر مهال زيانمن کیږي او مناسب درمل ورته بازار کې نه موندل کیږي. که زموږ سره دې برخه کې مرسته وشي، د دغه کښت حاصل به نور هم زيات شي.»

«زموږ غوښتنه دا ده چې د دغه کښت د پراختیا لپاره کار وشي. زه دلته تر ۱۵۰ افغانۍ پورې عاید ترلاسه کوم، خو که داسې کښتونه زيات شي، زيات کسان به په کار وګمارل شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولان ځمکني توت د کوکنارو د بديلو کښتونو له ډلې څخه یو ګټور کښت بولي چې په خبره يې، کندهار کې د پراختیا په حال کې دی.

دوی وایي، کندهار کې پر څه باندې ۸ جريبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي چې سږکال به ترې ۲۴ ټنه حاصل ترلاسه شي.

مسوولان کندهار کې د ځمکنیو توتانو کښت او حاصل دواړه د تېر کال په پرتله زيات بولي.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست ویاند محمد حنيف حقمل وویل:

«سږکال کندهار کې پر ۸ جريبه ځمکه د ځمکنيو توتانو کښتونه شوي چې د تېر کال په پرتله دوه جريبه زيات شوي دي. له سږنیو کښتونو به د ځمکني توت ټول ۲۴ ټنه حاصل ترلاسه شي.»

د کندهار د کرنې رياست ویاند زیاتوي چې ځمکني توت کال کې څلور ځله حاصل ورکوي.

د هغه په وینا، د ځمکني توت تر ټولو ډېر کښتونه د کندهار په ژېړۍ، خاکريز او ډنډ ولسوالیو کې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام