د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وان برانټ ویلي چې د یادې ټولنې سفیرانو د افغانستان وضعیت په اړه انلان ناسته جوړه کړې ده.

نوموړي بېګاه شپه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغې انلاین ناسته کې د افغانستان سیاسي وضعیت خرابېدو په اړه د غبرګونونو څرنګوالي او افغانانو ته د مرستو رسولو په موخه د یوې مناسبې لارې د موندلو په اړه بحث او خبرې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه ناسته په داسې مهال جوړېږي چې په وروستیو ورځو کې د اسلامي امارت له لوري پر ښځو او نجونو محدودیت زیات شوی چې د پخوا په پرتله یې د افغانستان وضعیت او دغه هېواد کې د بشري‌حقونو د نقض په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې ډېرې کړې دي.

په تازه‌ګۍ سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو هېوادونو په یوې ګډه خبرپاڼه کې له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې د ښځو او نجونو پر ازادیو او بشري حقونو د محدودیت له لګولو لاس واخلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

امنیت شورا د ښځو د مخونو پټولو په اړه د اسلامي امارت تازه سپارښتنه اندېښمنونکې بللې او زیاته کړې یې ده چې د بندیزونو لګول، د نړیوالې ټولنې د تمې خلاف او د اسلامي امارت له‌خوا د کړیو ژمنو سره په ټګر کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام