د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
نوموړي په دغو خبرو کې د کابل په لوېدیځ کې پر دوو ښوونیزو مرکزونو شوي بریدونه وحشیانه بللي او د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو له دوام څخه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، دغه محدودیتونه له افغانانو سره د اسلامي امارت د کړیو پرلهپسې ژمنو سره په ټکر کې دي چې د نجونو او ښځو حقونه نقضوي او د دغه هېواد راتلونکی کمزوری کولای شي.
نوموړي له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان مذهبي مشرانو او قومي مخورو غوښتنو ته پام وکړي، څو د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه لرې شي.
په همدې حال کې د پاکستان د کراچۍ دارالعلوم مهتمم مفتي محمد تقي عثماني د ا.ا له مشر هبتالله اخندزاده څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.
مفتي عثماني ویلي چې د نجونو زدهکړه، د اوسني عصر یوه اړتیا ده او باید نجونو ته د زدهکړو زمینه برابره شي.
له تېرو اتو میاشتو راپدېخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي چې له امله یې پراخ کورنۍ او نړیوال غبرګونونه راپارولي او نړیوالو بنسټونو په وار وار له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د نجونو ښوونځي دې بېرته پرانیزي.
که څه هم اسلامي امارت ژمنه کړې وه چې د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې به د ټولو نجونو ښوونځي پرانیزي، خو پر دغه ژمنه یې عمل ونه کړ او لامل یې هم د مناسب زدهکړییز چاپیریال او د شرعي لباس نشتون په ګوته کړی دی.
په تازهګۍ سره د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست مرستیال رحمتالله نجیب کابل کې یوې ولسي غونډه کې ویلي، د هېواد ښوونیز نصاب د جهموري نظام پرمهال جوړ شوی او له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دی.
نوموړي همداراز ویلي چې په جمهوري نظام کې د نجونو زدهکوونکو سلوک او چلن، د درس ویلو تګلاره، روزنه او د دوی ناسته او ولاړه له اسلامي سریعت سره ورتهوالی نه لري.