نن کابل کې د ودانیزو شرکتونو ټولنې د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال وویل چې له نږدې درېوو میاشتو راهیسې د ودانیزو پروژو چارې په ټپه درېدلي او مسوولان یې یادې ستونزې ته پام نه کوي.
د ودانیزو شرکتونو د ټولنې رییس فرید تاتار وايي، د ۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د ۵۰۰ شرکتونو ساختماني پروژې نیمګړې پاتي او که چېرته یې کارونه بېرته پیل نه شي، شرکتونه به زیانمن شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي چې په وار وار یې د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنه کې د یادې ستونزې په اړه خبرې کړي، خو په وینا یې چې له دوی سره یوازې د ستونزې د هواري لپاره ژمنې کېږي او عمل اقدامات نه کوي.
له بلېخوا د ودانیزو شرکتونو مسوولان وايي چې له ګڼو ننګونو سره مخ دي او د مالي ستونزو سربېره، د حکومت له لوري يې د پیسو نه ورکولو سره هم نه شي کولای چې د خپلو کارکوونکو حقوق او د قراردادیانو پیسې ورکړي.
د ودانیزو شرکتونو مسوولان زیاتوي چې د شرکتونو په پروژو کې له دوی سره ګڼشمېر کسان پر کار بوخت دي او له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي. دوی وايي چې شرکتونه له خلکو پوروړي دي او هره ورځ د دوی پوروړي ترې د پورغوښتنه کوي
د ساختماني شرکتونو د ټولنې مسوولان له اسلامي امارت څخه غواړي هر څومره ژر چې ممکن وي، د ښار جوړونې وزارت لپاره دې وزیر معرفي کړي، څو د شرکتونو ستونزو ته رسېدنه وشي او پیسې يې ورکړل شي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د اسلامي امارت چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شو. په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله ګڼشمېر ودانیزې پروژې په ټپه درېدلي او یا یې هم فعالیتونه راکم شوي دي.