د طالبانو د پوهنې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له شپږمه د لوړو ټولګیو له نارینه زده‌کوونکو غوښتي چې سر له نن «شنبې» څخه دې خپلو ښوونځیو ته حاضر شي، خو په دې خبرپاڼه کې د ښځینه زده‌کوونکو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

د پوهنې وزارت دغې خبرپاڼې د ښځینه زده‌کوونکو غبرګونه راپارولي دي. ښځينه زده کوونکې وايي، د پوهنې وزارت نوې پرېکړې، دوی له بې‌برخلیکۍ سره مخ کړي او د زده‌کړو عادي بهیر ته یې هم زیان رسولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغوی وايي، اسلامي امارت باید له زده‌کړو د ملاتړ په اړه خپلو ادعاوو باندې عمل وکړي او نجونو ته دې اجازه ورکړي، څو د پخوا په څېر ښوونځیو ته لاړې شي او خپلې زده‌کړې وکړي.

یوې زده‌کوونکې فریبا احمدي په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «وزارت معارف امارت اسلامی از صنف شش به بعد به دخترها اجازه نداده است که مکتب بروند واین تصمیم شان روند آموزش را در افغانستان صدمه میزنه و ما راضی نیستیم و باید وزارت معارف از این تصمیم خود بگذرد  و به دختران اجازه درس خوانده اجازه داده شود.»



د ښوونې او روزنې برخې پوهان هم وايي چې هېواد کې د ښوونې او روزنې پرمختګ لپاره اړتیا ده چې نجونې د هلکانو په څېر زده‌‌کړې وکړي.

د پوهنې وزارت پخواني معین او د ښوونې او روزنې کارپوه صدیق پتمن سلام وطندار ته وايي، په بېل زده‌کړه‌ییز چاپیریال کې د نجونو د زده کړو د دوام شرایط برابر دي او اسلامي امارت باید هغوی ته د زده‌کړه‌ییز چاپیریال برابرولو سره اجازه ورکړي.

هغه وویل: «د ښځینه زده‌کوونکو ښوونځیو د پیل لپاره تقاضا جدي دي. د لوړو زده‌کړو وزارت په پرتله په پوهنې وزارت کې د ښځینه زده‌کوونکو د ښوونځیو پیل لپاره شرایط ډېر برابر دي، ځکه په ټول افغانستان کې هلکان او نجونې بېلابېلو ښوونځیو کې زده‌کړې کوي او استادان یې هم جدا دي. زمونږ غوښتنه هم دا ده چې د هېواد د پرمختګ او له نړیوالې انزوا څخه د مخنیوي لپاره باید د ښځينه زده‌کوونکو ښوونځي پیل شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ښوونځیو کې د نجونو د زده‌کړو دوام په داسې حال کې د اسلامي امارت له لوري د محدودیت له رامنځ‌‌ته کولو سره مخ کېږي چې په پخواني حکومت کې هم ښځینه زده‌کوونکې د زده‌کړه‌ییز چاپیریال په برخه کې له ستونزو سره مخ وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام