د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب قومنداني مسوولان پنجشېر کې د اسلامي امارت د پوځ لیکو ته د ځوانانو د جذبولو بهیر له پیل څخه خبر ورکوي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملکزاده د دغه ولایت د جلب او جذب قومندان حسنالبنا حدید له قوله ویلي چې د دغه بهیر له پیله تر دا مهاله د پنجشېر لسګونه داوطلبه ځوانان د اسلامي امارت د پوځ لیکو ته جذب شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې دغو ځوانانو په خپله خوښه د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د اسلامي امارت د پوځ په لیکو کې د جذب لپاره دغه مرکز کې نوملیکنه کړې ده.
د حسنالبنا حدید په وینا، دغه بهیر د ملي دفاع وزارت د مشرتابه په امر یاد ولایت کې پیل شوی چې د یاد امر او ونډې له مخې، ټاکل شوې چې له دغه ولایته سلګونه ځوانان د اسلامي امارت د پوځ لیکو ته جذب شي.
د سلاموطندار ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د پنجشېر د جلب او جذب قومندان زیاتوي چې دغه لړۍ د یوه مقدر، مسلکي او اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن پوځ د جوړولو لپاره د یاد ولایت او نورو ولایتونو په کچه پیل شوې ده.