د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما نن د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د تېرکال د همدې مودې په پرتله د ملکي مرګ‌ژوبلې کچه ۴۷ سلنه لوړه شوې ده.

یوناما په خپل نوي خپور کړي راپور کې ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنو ځواکونو له وتلو سره هم‌مهاله د ملکیانو مرګ‌ژوبله په کمساري توګه ډېره شوې ده. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ د روان کال په مې میاشت کې پیل شوې چې ورسره په ټول هېواد کې د طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یوناما په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱کال په لومړیو ۶میاشتو کې د تاوتریخوالي له امله ۶۵۹ ملکیان وژل شوي او ۳۵۲۴ملکیان هم ټپیان شوي دي. په راپور کې لیکل شوي چې د ملکي وګړو ډېره مرګ‌ژوبله د مې او جون میاشتو کې وه چې له ۲۰۰۹میلادي کال راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.

په راپور کې وړاندې راغلي: «په افغانستان کې د تېرو شپږ میاشتو په ترڅ کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله خپلې لوړې کچې ته رسېدلې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو راهیسې چې ورسره د طالبانو بریدونه هم زیات شوي د ملکي وګړو په مرګ‌ژوبله کې ډېروالی لیدل کېږي. په ننني خپور شوي راپور کې ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د ۲۰۲۱ کال د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله ښايي د ریکارډ تر کچې د دغه سازمان له لوري ثبت شي.»

په راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازې دېبرا لاینز له قوله ویلي شوي: «زه له طالبانو او د افغانستان له مشرانو غوښتنه کوم چې پر ملکیانو د ناوړې جګړې او د هغې د بدو اغېزو بهیر ودروي. دغه راپور په ښکاره خبرداری دی، که چېرته د تاوتریخوالي مخه ونه نیول شي، په روان میلادي کال کې به ګن‌شمېر افغان ملکیان ووژل شي او معلول به شي.»

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له طالبانو او د افغانستان له مشرانو غوښتنه کوي چې د سولې خبرو لپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړي او د «افغانان پر وړاندې د افغانانو» جګړه دې ودروي.

دېبرا لاینز ټينګار کوي چې د افغانستان کړکېچ نظامي حل لار نه لري او د نظامي حل لار یوازې د افغانانو درد او غم ډېرولی شي.



یوناما همداراز د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کړې چې د ملکیانو خوندیتوب لپاره دې نړیوالو قوانینو ته درناوی ولري. د یوناما د دغه راپور پراساس، د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو په موده کې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې نیمه برخه ښځې، هلکان او نجونې دي. دغه شمېرې یوناما د اندېښنې وړ بللي دي.

په راپور کې ۶۴سلنه مرګ‌ژوبله د دولت مخالفینو، ۳۹سلنه طالبانو ته، ۹ سلنه هم داعش او ۱۶سلنه هم ناڅرګنده ډلو ته تړاو ورکړل شوی دی.

په ورته مهال ۲۵سلنه د مرګ‌ژوبلې پړه پر دولتي ځواکونو، ۲۳سلنه د افغانستان پر امنیتي سرتېرو  او ۲سلنه هم دولت پورې تړلي ښکاره او پټو ډلو ته تړاو ورکړل شوی دی. په راپور کې همداراز ۱۱سلنه د جګړې د دواړو لوریو د ډزو په پایله کې مرګ‌ژوبلې ته تړاو ورکړل شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یوناما په دې راپور کې راغلي چې دغه شمېر کسان په تېرو شپږو میاشتو کې د ماین چاودنې، ځمکنیو جګړو، هدفي وژنو او هوایي بریدونو په پایله کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

 یوناما پر لږکیو په ځانګړې توګه پر شعیه ګانو او هزاره لږکیو د بریدونو له ډېروالي څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.

بل‌خوا طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې په اړه د یوناما دغه راپور ته غبرګون ښودلی او هغه یې له حقیقته لرې او یو اړخیز بللی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام