د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو له وتلو وروسته د لومړنۍ خبري ناستې پر مهال په افغانستان کې د داعش ډلې حضور د هېواد لپاره ستر ګواښ بللی دی.
میلي ویلي، که څه هم تر اوسه روښانه نه ده چې ایا طالبان بدل شوي، که نه، خو امریکا ښايي د ترهګرۍ، په تېره د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه کې له طالبانو سره همکاري وکړي.
د سلاموطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، اسلامي امارت کولای شي چې د ترهګرو شبکو پر وړاندې هر ډول عملیات او مبارزه وکړي او په وینا یې، له امریکا سره ګډو عملیاتو ته هم اړتیا نه لیدل کېږي.
- کابل کې د امریکا هوايي برید؛ د یوې کورنۍ ۹غړي وژل شوي
- امریکا په ننګرهار کې پر کابل هوايي ډګر د برید طراح وژلی
- سراج: د داعش ډلې ۶۰ سلنه غړي پاکستانیان دي
اوس پوښتنه دا ده چې امریکا طالبانو ته د دغسې یوې طرحې په وړاندیز سره د څه په لټه کې ده. د سیاسي چارو کارپوهان وايي، امریکا خپلې شخصي موخې لټوي او دغو موخو ته د رسېدو لپاره هره ممکنه لاره کاروي.
د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی مصطفی عليزاده وايي، امریکا د افغانستان مسلې په اړه رښتینی عمل نه کوي او د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د داعش ځپلو لپاره د دغه هېواد د چارواکو هر ډول څرګندونې هم دروغ دي.
امریکا داسې مهال طالبانو ته د ترهګرو شبکو د ځپلو لپاره د همکاري وړاندیز کړی چې تر دې وړاندې یې په وار وار ادعا کړې وه چې طالبان اوس هم له یوشمېر دغو ډلو سره اړیکې لري.