یو ځوان په ویلچر کې ناست دی او اسمان ته ګوري. یزدان‌علي خپلې بوډۍ مور او پلار ته په هر ځل کتو سوړ اسوېلی وباسي او رواني حالت یې نور هم خرابېږي. کله خپلې کوچنۍ خور پسې غږ کړي چې خپلې خونې ته یې یوسي او د یوازېتوب په سیند ځان لاهو کړي.

د ۲۴ کلن یزدان‌علي دغه وضعیت ته مې څو شېبې وکتل، بیا مې زړه راټول او له ۱۵ کلنې خور مې یې وغوښتل چې ما د هغه کوټې ته بوځي، څو د ژوند او وضعیت په اړه یې وپوښتم.

په لړزېدلو ګامونو د یزدان‌علي کوټې ته ننوتم او ومې لیدل چې د هغه فزیکي او رواني وضعیت له ډېر پخوا راهیسې شړېدلی او بېرته نه دی روغ شوی.

د سلام په وړاندې کولو مې د خبرو ور پرانېست او ترې ومې وغوښتل چې د خپل تېر حال کیسه وکړي.

یزدان‌علي له زرو دردونو او ناهیلیو سره وویل، لس کاله وړاندې یې د بې‌کارۍ او ناامنیو له امله د نامنظمې کډوالۍ لاره خپله کړه، خو په دې لاره کې له زرګونو ستونزو، لوږې تندې او د قاچاقیانو او غلو له‌خوا وهلو ټکولو سره ایران ته ورسېده، مګر هغه ځورونې، وهل او ټکول یې لاهم نه دي هېر شوي چې لس کاله کېږي روح او روان یې ورسره تکلیف کې دی.

هغه وايي:«موږ ته یې داسې ډودۍ راکوله چې د خوراک نه وه، سبوس یې درلود. هر ځای ته چې رسېدو موږ به یې په غوجل کې بندي کولو او شپې به مو تر سهاره له څارویو سره تېرولې، هملته ویده کېدو او دمه مو کوله. ډوډۍ یې د خوړلو نه وه، خو د هغې په بدل کې یې هم له موږ پیسې اخیستې. ډېر زیات تکلیف مو تېر کړ، پر ډبرو، رېګونو او اغزیو ویده شوو، چټلې اوبه مو وڅښلې او هېڅ ډول امکانات مو نه لرل. قاچاقیانو له غلو سره لاس درلود او موږ به یې په لوی لاس غلو ته ورکولو. موږ د کار لپاره تللي وو، کار مو کاوه، خو کله به چې د کار په خاوند پیسې واوښتې، بیا به یې پولیس ته زنګ وکړ، پولیس به راغلل، موږ به یې ټول کړو او یوازینۍ کلمه چې د دوی په خوله وه، هغه دا وه چې افغاني کثافت.»

یزدان‌علي په غریو نیولي ستوني وویل، ان تصور یې نه شو کولای چې د نامنظمې کډوالۍ له امله به یوه ورځ د خپلې کورنۍ د اوږو بار شي.

هغه چې له ملا لاندې برخه یې فلج شوې، نور د ګرځېدو او ناستي وسه نه لري او ټوله ورځ په تیاره کوټه کې یوازې له خپلو غمونو سره تېروي.

له یزدان‌علي مې د رامنځته شوې پېښې په اړه وپوښتل؛ هغه سوړ اسوېلی وکیښ او ویې ویل، په یوه ودانۍ کې یې د فلزکار په توګه کار کاوه چې د ودانۍ له سره یې د فلزکارۍ ماشین لاندې ولوېد، د ده پر ملا ولږېد او د تل لپاره یې معیوب کړ.

یزدان‌علي له خپلو همزولو او هغو کسانو چې نامنظمې کډوالۍ ته یې زړه ښه کړی غواړي چې هېڅکله د نامنظمې کډوالۍ له لارې د تلو اراده ونه کړي او هڅه دې وکړي چې په خپل هېواد کې ځان ته دنده ولټوي.

هغه له دولت نه هم غواړي چې د نامنظمې کډوالۍ په مخنیوي سره له هېواده بهر د دوی د معیوبېدو او مرګ مخه ونیسي.

په وروستیو کلونو کې ګڼ‌شمېر افغانان د خپل ژوند په بیه په نامنظمه کډوالۍ ځي او دا شمېره د وخت په تېرېدو لا ډېرېږي، خو د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست کې چارواکي تل هڅه کوي چې وګړي د دا ډول کډوالۍ له خطرونو خبر کړي.

د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس سیدمسعود قادري سلام‌وطندار ته وویل، د روان لمریز کال له پیله تر اوسه افغانستان ته له ایرانه د راستنو شویو کسانو ۲۰۳ قضیې ورسره ثبت شوې دي.

د قادري په خبره، دوی د هغو کسانو لپاره چې له ایرانه بېرته راګرځي او هم بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو د نامنظمې کډوالۍ د مخنیوي لپاره د زده‌کړو او حرفې موکې برابره کړې ده.

په ورته وخت کې د کډوالو د معلوماتي مرکز همغږي کوونکي سید شېرحسین هنریار سلام‌وطندار ته ویلي چې دې ادارې د موخې هېواد ته له رسېدو وروسته د نامنظمې کډوالۍ د ناوړه پایلو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو سره په همغږۍ په پوهنتونونو او ښوونځیو کې جوړ کړي دي.

د یادونې ده چې د ایران په یزد ولایت کې د افغان پناه غوښتونکو د لېږدوونکي موټر له اور اخیستو، په موټر کې د څو افغان کډوالو د سوځېدو او د پېښې د ټپیانو لاسونو ته د زولنو له اچولو وروسته پر ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګونونه را وپارېدل.

د ټولنیزو رسنیو ګڼ‌شمېر کاروونکو د (لږ اوبه راوړه، وسوځېدم) کمپاین په کولو سره غوښتنه وکړه چې د دې پېښې عاملان دې د عدالت مېز ته را کش شي.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام