د هغه ځوان کیسه چې کډوالۍ د نورو د اوږو بار کړ

یو ځوان په ویلچر کې ناست دی او اسمان ته ګوري. یزدان‌علي خپلې بوډۍ مور او پلار ته په هر ځل کتو سوړ اسوېلی وباسي او رواني حالت یې نور هم خرابېږي. کله خپلې کوچنۍ خور پسې غږ کړي چې خپلې خونې ته یې یوسي او د یوازېتوب په سیند ځان لاهو کړي.