د سلام افغانستان رسنیزې موسسې (سلام‌وطندار راډیو) د اسلامي امارت له واکنمېدو وروسته کاري او د زده‌کړو راتلونکې ته د زده‌کړیالانو د درسي انګېزې او هیله‌مندۍ کچې ارزونې په موخه د روان کال په غويي او غبرګولي میاشت کې یوه سروې ترسره کړې چې موخه یې هېواد کې د سیاسي تحولاتو وروسته په یادو شویو برخو کې د بدلون کچې معلومول دي.

د سلام‌وطندار  سروې ښيي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته افغانستان کې د ۷۳سلنه زده‌کړیالانو درسي انګېزه کمه شوې او یا هم درس لوستلو ته هېڅ انګېزه  نه‌لري.

د موندنو پربنسټ، کاري او د زده‌کړو راتلونکې لپاره زده‌کړیالان د هیله‌مندۍ کچې له کمښت سره مخ دي؛ داسې چې د ۵۵سلنه زده‌کړیالانو کاري راتلونکې او ۵۲سلنه زده‌کړیالانو د زده‌کړو راتلونکې لپاره د هیله‌مندۍ کچه کمه شوې ده.

بل‌خوا د دې سروې پایلې ښيي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته ۲۳.۷سلنه د پوهنتون استادان د تدریس لپاره هېڅ انګېزه نه لري.

له دې سربېره، په سروې کې استادانو ویلي چې د درسي توکو او څېړنې لپاره د شته فرصتونو او علاقه‌مندۍ کچه یې هم راټیټه شوې ده.

په سروې کې د استادانو له انده ټولګیو کې د زده‌کړیالانو د سوبتیا/حاضري او درس لوستلو ته د تېر په پرتله د دوی انګېزه هم ارزولې چې ۸۲سلنه استادانو ویلي، درس لوستلو ته د زده‌کړیالانو انګېزه کمه شوې ده.

د سروې تګلاره : دغه سروې د بندو پوښتنو او په حضوري توګه د مرکې په بڼه له ۲۷۵ زده‌کړیالانو سره شوې ده.

سروې په کابل، ننګرهار، بلخ، کندهار او هرات ولایتونو کې شوې چې په‌کې د ۱۸ پوهنتونونو (نهه دولتي او نهه خصوصي پوهنتونونو) ښځینه او نارینه زده‌کړیالانو ګډون کړی دی. په همدې حال کې په دغه سروې کې د کابل له نهو پوهنتونونو او د ولایتونو له نهو پوهنتونونو څخه زده‌کړیالانو برخه اخیستې ده.

د یادونې وړ ده چې په یاده سروې کې له کابل څخه ۶۵سلنه زده‌کړیالانو ګډون کړی او پاتې نور یې د څلور ولایتونو (هرات، ننګرهار، بلخ او کندهار) اړوند دي.

د زده‌کړیالانو د درسي انګېزې کچه:

د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې دغه سروې کې د ګډون‌کوونکو ۲۷۵ زده‌کړیالانو له ډلې څخه د ۷۳سلنه زده‌کړیالانو انګېزه کمه شوې او یا هم د درس لپاره هېڅ انګېزه نه‌لري چې له دې جملې څخه ۵۵سلنه زده‌کړیالانو ویلي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د دوی درسي انګېزه کمه شوې او ۱۸ سلنه زده‌کړیالانو هم ویلي، د درس لوستلو لپاره هېڅ انګېزه نه‌لري.

همدارنګه ۱۷سلنه زده‌کړیالانو ویلي، درسي انګېزې یې بدلون نه دی کړی او یوازې ۱۰سلنه زده‌کړیالانو ویلي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره یې درسي انګېزه زیاته شوې ده.

د دولتي او خصوصي پوهنتونونو په توپیر سره د دغې سروې پایلې ښيي چې د دولتي پوهنتونونو په پرتله، خصوصي پوهنتونونو کې د درس لوستلو لپاره د زده‌کړیالانو د انګېزې کچه ۱۱سلنه ډېره کمه شوې ده.

د جنسیت له پلوه د سروې پایلې ښيي چې د هلکانو او نجونو زده‌کړیالانو ترمنځ د درسي انګېزې کمېدو توپیر ډېره کمه سلنه شتون لري او د سروې پربنسټ، هلکان تر نجونو ډېر د درسي انګېزې کمېدو سره مخ شوي دي.

د کابل او ولایتونو په تفکیک سره د اسلامي امارت له واکمنېدو راوروسته د زده‌کړیالانو ترمنځ درسي انګېزې څخه د سلام‌وطندار د سروې پایلې ښيي چې د کابل او ولایتونو د زده‌کړیالانو ترمنځ د توپیر کمه سلنه شتون لري او د دغې سلنې پربنسټ، ولایتونو کې زده‌کړیالان ډېر د درس لپاره بې‌انګېزې شوي دي.

د زده‌کړو راتلونکې لپاره د زده‌‌کړیالانو د هیله‌مندۍ کچه:

تحصیلي راتلونکې ته د زده‌کړیالانو د هیله‌مندۍ کچې څخه د سروې پایلې ښيي چې د زده‌کړو راتلونکې په اړه د ۷۷سلنه زده‌کړیالانو هیلې زیانمنې شوي چې له دې څخه د تحصلي راتلونکې په اړه د ۵۲سلنه زده‌کړیالانو هیلې کمې شوي، په داسې حال کې چې ۲۵سلنه نور زده‌کړیالان د تحصیلي راتلونکې په اړه هېڅ هیله نه‌لري.

همداراز ۱۳سلنه زده‌کړیالانو بیا ویلي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د زده‌کړو راتلونکې لپاره د دوی د هیله‌مندۍ کچه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او ۱۰سلنه نورو زده‌کړیالانو ویلي چې د زده‌کړو راتلونکې لپاره یې د هیله‌مندۍ کچه لوړه شوې ده.

د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له پلوه د سروې پایلې ښيي چې د دولتي پوهنتونونو په پرتله، د خصوصي پوهنتونونو د زده‌کړیالانو ترمنځ د ناهیلۍ کچه ۱۱ سلنه لوړه شوې ده.

دغه‌راز د جنسیت په تفکیک سره د دغې سروې پایلې ښيي چې د زده‌کړو راتلونکې لپاره د هلکو په پرتله د نجونو د هیله‌مندۍ کچه ۱۳سلنه راټيټه شوې ده.

په سروې کې د مرکز او ولایتونو د زده‌کړیالانو ترمنځ د هیله‌مندۍ کچې په اړه ویل شوي چې د کابل په پرتله د ولایتونو د زده‌کړیالانو د هیله‌مندۍ کچه کمه شوې ده.

کاري راتلونکې لپاره د زده‌کړیالانو ترمنځ د هیله‌مندۍ کچه:

د کاري راتلونکې لپاره د زده‌کړیالانو د هیله‌مندۍ کچې په اړه د سلام‌وطندار له لوري د شوې سروې پایلې شيي چې ۷۵سلنه زده‌کړیالان له روان وضعیت څخه اغېزمن شوي دي.

د سروې د پایلو پربنسټ، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره ۴۴سلنه زده‌کړیالان د کار ترلاسه کولو لپاره هېڅ هیله نه‌لري او د ۳۱سلنه نورو هیلې هم کمې شوې دي.

همدارنګه ۱۵سلنه زده‌کړیالانو ویلي، د کاري راتلونکې لپاره یې د هیله‌مندۍ کچه نه ده بدله  شوې او ۹سلنه نورو بیا ویلي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره کاري راتلونکې ته یې هیله‌مندۍ زیاته شوې ده.

د دولتي او خصوصي پوهنتونونو په تفکیک سره د دغې سروې پایلې ښيي چې د کار ترلاسه کولو لپاره د دولتي پوهنتونونو په پرتله د خصوصي پوهنتونو د زده‌کړیالانو د ناهیلۍ کچه ۱۵ سلنه لوړه شوې ده.

د جنسیت له پلوه کاري راتلونکې لپاره د زده‌کړیالانو د هیله‌مندۍ کچې په اړه یاده سروې کې ۴۰سلنه هلکانو او ۴۸سلنه نجونو ویلي چې کاري راتلونکې ته هېڅ هیله‌مندي نه‌لري.

په همدې حال کې ۳۷سلنه هلکانو او ۲۵سلنه نجونو ویلي چې د تېر په پرتله یې د هیله‌مندۍ کچه راکمه شوې ده.

د مرکز او ولایتونو په تفکیک سره د کاري راتلونکې په اړه د زده‌کړیالانو د هیله‌مندۍ کچې څخه د سلام‌وطندار د سروې پایلې ښيي چې د کابل په پرتله ولایتونو کې د کاري راتلونکې لپاره د زده‌کړیالانو د ناهیلۍ کچه ټيټه شوې ده.

د پوهنتون د استادانو د سروې له پایلو څخه بشپړ رپوټ:

په دغه سروې کې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو له ۳۸ استادانو سره مرکې شوي چې ۶۶سلنه یې نارینه او ۳۴سلنه یې ښځې دي. همداراز دغه سروې کې ۵۰سلنه د خصوصي پوهنتونونو او ۵۰ سلنه هم د دولتي پوهنتونونو له استادانو سره مرکې شوې دي.

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د هېواد په پوهنتونونو کې د تدریس لپاره د استادانو د انګېزې کچه:

یاده سروې کې ۵۶سلنه استادانو ویلي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یې د تدریس لپاره انګېزه کې بدلون راغلی، له دې ډلې څخه ۲۳.۷ سلنه استادانو ویلي چې د تدریس لپاره هېڅ انګېزه نه‌لري او ۳۱.۶ سلنه نورو بیا ویلي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته یې د تدریس لپاره انګېزه کمه شوې ده.

په ورته وخت کې د تدریس لپاره د ۴۲استادانو انګېزې توپیر نه دی کړی، داسې حال کې چې یوازې ۲سلنه استادانو ویلي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره یې د تدریس لپاره انګېزه زیاته شوې ده.

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د درسي توکو د برابرولو او څېړنې لپاره د استادانو د علاقه‌مندۍ کچه:

د دغې سروې پربنسټ، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د هېواد په پوهنتونونو کې د درسي موادو چمتو کولو او د څېړنې لپاره د ۶۳سلنه استادانو د علاقه‌مندۍ کچه زیانمنه شوې چې له دې ډلې د ۳۹.۵ سلنه استادانو علاقه‌مندي کمه شوې او ۲۴سلنه استادان د درسي توکو چمتوو کولو او څېړنو لپاره هېڅ علاقه نه‌لري.

همدارنګه دغه سروې کې ۲۶سلنه استادانو ویلي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره یې د علاقه‌مندۍ کچې بدلون نه دی کړی او ۱۰.۵سلنه نورو ویلي، د درسي توکو چمتو کولو او څېړنو لپاره یې علاقه‌مندي زیاته شوې ده.

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د درسي موادو برابرولو او څېړنې لپاره د پوهنتون استادانو ته د شته اسانتیاوو او فرصتونو کچه:

د سلام‌وطندار له لوري په شوې سروې کې ۷۴سلنه استادانو ویلي چې واک د ته اسلامي امارت په رسېدو سره، د هېواد په پوهنتونونو کې د درسي توکو برابرولو او څېړنو لپاره هغسې چې په‌کار ده فرصتونه او شرایط ورته نه دي برابر. له دې ډلې څخه ۲۴سلنه استادانو ویلي، شرایط او فرصتونه هېڅ نشته، داسې حال کې چې ۵۰سلنه نورو ویلي، د درسي موادو برابرولو او څېړنې لپاره فرصتونه او شرایط کم شوي دي.

۱۸سلنه استادانو هم ویلي چې د فرصتونو او شرایطو کچه کې یې بدلون نه دی راغلی او ۸سلنه نورو هم ویلي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، د درسي موادو برابرولو او څېړنو لپاره شرایط او فرصتونه ډېر شوي دي.

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د استادانو په اند د زده‌کړو لپاره د زده‌کړیالانو د انګېزې کچه:

د زده‌کړیالانو د درسي انګېزې په اړه د پوهنتون ۹۸سلنه استادانو ویلي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د زده‌کړیالانو د درسي انګېزې کچه زیانمنه شوې ده. ۸۱.۹سلنه استادانو ویلي، د زده‌کړیالانو انګېزه کمه شوې او ۱۵.۸سلنه استادانو هم ویلي، زده‌کړیالان درس لوستلو ته هېڅ انګېزه نه‌لري.

یوازې ۲سلنه استادانو بیا ویلي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د زده‌کړیالانو درسي انګېزه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د استادانو په اند د زده‌کړو لپاره د زده‌کړیالانو د علاقه‌مندۍ کچه:

په سروې کې د ګډون‌کوونکو استادانو له ډلې ۸۲سلنه استادانو ویلي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره زده‌کړو ته د زده‌کړیالانو د علاقه‌مندۍ کچه کمه شوې او په بشپړه توګه له‌منځه تللې ده. د دغې سلنې له جملې څخه، ۶۵.۸سلنه استادانو ویلي، د زده‌کړیالانو علاقه کمه شوې او ۱۵.۸سلنه نورو ویلي چې زده‌کړیالان درس سره هېڅ علاقه نه‌لري.

د هېواد پوهنتونونو کې ۱۸سلنه نورو استادانو ویلي، د اسلامي امارت په حاکمیت سره درس ته د زده‌کړیالانو د علاقه‌مندۍ کچې هېڅ نه ده بدله شوې؛ خو کوم استاد درس ته د زده‌کړیالانو د علاقه‌مندۍ زیاتېدل نه دي تایید کړي.

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د استادانو په اند د زده‌کړیالانو د درس‌ لوستلو کچه:

په دغه سروې کې ۸۲سلنه ګډون‌کوونکو استادانو ویلي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د زده‌کړیالانو د درس لوستو کچه کمه شوې او یا هم زده‌کړیالان هېڅ درس نه لولي چې له ۷۱سلنه استادانو ویلي، د درس لوستو کچه ټيټه شوې او ۱۱سلنه نورو ویلي، زده‌کړیالان هېڅ درس نه لولي.

۱۸سلنه استادانو ویلي، د اسلامي امارت په حاکمیت سره د زده‌کړیالانو د درس لوستو کچه کې بدلون نه دی راغلی.

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د استادانو په اند ټولګیو کې د زده‌کړیالانو د سوبتیا/حاضرۍ کچه:

۷۱سلنه ګډون کوونکو استادانو په دې سروې کې ویلي، د پوهنتونونو درسي ټولګیو کې د زده‌کړیالانو د حضور کچه کمه شوې ده. ۴سلنه استادانو ویلي چې زده‌کړیالان هېڅ درسي ټولګیو ته نه حاضرېږي او ۲۶سلنه نورو ویلي چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره درسي ټولګیو کې د زده‌کړیالانو د حضور کچې توپیر نه دی کړی.

وړاندیزونه:

سلام‌وطندار له اسلامي امارت غواړي چې هېواد کې د تحصیلي وضعیت د څېړنې او راپورونو جوړولو لپاره زمینه برابره کړي، څو څېړونکي او راپور جوړونکي وکولای چې د هېواد د تحصیلي وضعیت رښتینی انځور وړاندې کړي او د لوړو زده‌کړو د قوت او کمزورتیا نقطې په نښه کړي او د قوي نقطو د پیاوړتیا او کمزورو نقطو د له‌منځه وړلو لپاره د مسوولانو پام راواړوي.

سلام‌وطندار له اسلامي امارت او د لوړو زده کړو وزارت له مسوولانو څخه غوښتنه کوي چې د محصلینو د درسي انګیزې او د کاري او د زده‌کړو راتلونکې لپاره د زده‌کړویالانو د هیله‌مندۍ کچې په اړه څېړنه وکړي او هغه عوامل چې د زده‌کړیالانو د درسي انګېزې او کاري او د زده‌کړو راتلونکې لپاره د زده‌کړیالانو د هیله‌مندۍ د کچې د ټيټوالي لامل کېږي، له‌منځه یوسي.

سلام‌وطندار له څېړونکو او راپور جوړونکو غواړي چې د درسي انګېزې او د زده‌کړو او کاري راتلونکې لپاره د زده‌کړیالانو د هیله‌مندۍ کچې ټيټوالي په اړه څېړنې وکړي او هغه عوامل په ګوته کړي چې د زده‌کړیالانو د انګېزې او علاقه‌مندۍ د کموالي لامل کېږي.

سلام‌وطندار همداراز له څېړونکو او راپور جوړونکو غواړي چې د لوړو زده‌کړو په برخه کې، څېړونکي لا ډېر راپورونه جوړ کړي او هېواد کې د لوړو زده‌کړو د پیاوړتیا لپاره د مسوولانو د پام اړولو ترڅنګ د دغې لویې برخې ارزښت انځور کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام