
پاکستان نن نړیوال جام کې سوېلي افریقا سره لوبه کوي
د اسټرالیا په کوربهتوب د کرېکټ شل اووره نړیوال جام په سوپر ۱۲ پړاو کې نن د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډله د سوېلي افریقا د کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

د اسټرالیا په کوربهتوب د کرېکټ شل اووره نړیوال جام په سوپر ۱۲ پړاو کې نن د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډله د سوېلي افریقا د کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یوې خبري ناستې پرمهال خبریالانو ته ویلي چې امریکا تل پاکستان سره اړیکو ته ارزښت ورکړی او دغه هېواد یې د خپلو ګټو لپاره مهم ګڼلی دی.

د جوزجان د اقچې ولسوالي په بازار کې د لومړي ځل لپاره د غالیو د پراسېس یو مرکز جوړېږي.
د عابد افغان شرکت مشر ذبېحالله زاهد چې دا پروژه عملي کوي، وايي چې دغه مرکز د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ UNHCR لهخوا ورکول کېږي، پر دوه زره متره مربع ځمکې په دوو پوړونو کې جوړېږي.

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د لړم نهمه راپور ورکړی چې د دغه هېواد په ګوجرانواله کې د صدف نعیم په نوم یوه خبریاله د لاریون پرمهال د عمرانخان د لارۍ موټر لاندې شوې او مړه شوې ده.

دا چې ژمی په رارسېدو دی او خلک غواړي چې د اړتیا وړ سونتوکي وپېري، خو سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د ډبرو سکرو بیه ډېره لوړه شوې ده.
کابل ښاریان وايي، له یوې خوا وزګاره او بېوسه دي او بلهخوا د ژمي په را رسېدو سره ښار کې د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي.

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د روان ۲۰۲۲ کال د کرېکټ شل اووره نړیوال جام سوپر ۱۲ پړاو کې نن نیدرلنډ ته ماته ورکړه او دې جام کې له دوو ماتې وروسته خپله لومړۍ بریا خپله کړه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنالله پرون شنبه د لړم اوومه یوې خبري ناسته کې ویلي، د عمرانخان په مشري د تحریک انصاف لاریون کوونکي اسلاماباد کې «وینه» تویېدل غواړي.

پاکستاني رسنیو نن جمعه د لړم شپږمه د دغه هېواد د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو د مخکیني وزیر او اوسني سلاکار ضیا لانګو له قوله ویلي چې لا هم د افغانستان خاوره د ترهګرو له لوري د دوی پر ضد استعمالېږي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون پرون اروپايي پارلمان ته د وینا پر مهال ویلي، په وروستي یوه کال کې شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغانان ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.

شکریه چې خاوند او درې ماشومان یې هم ورسره دي وايي، یو کال مخکې پاکستان ته تللې، خو لا هم بېبرخلیکه پاتې ده. هغه هلته له اروايي ستونزو هم سر ټکوي او وايي: «مخکې مې نورو ته د اروايي وضعیت د کنټرول لارښوونې کولې، خو اوس خپله پرې اخته شوې یم. زړه مې تنګېږي. ځان بېبرخلیکه بولم. فکر کوم هر څه خراب شوي، بېرته به جوړ نه شي.»

د پاکستان کرېکټ لوبډله د نیوزیلنډ په کوربهتوب د یادو هېوادونو او بنګلدېش کرېکټ لوبډلې ترمنځ د پیل شویو شل اووره سیالیو د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولي وګټله.

پاکستاني رسنیو نن پنجشبه د تلې ۲۱مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سِند ایالات کې په یوه بس موټر کې د اورلګېدنې له امله ۱۷ کسان مړه شوي او ۱۵ ټپیان دي.

د کوربه نیوزیلنډ، پاکستان او بنګلدېش کرېکټ لوبډلو ترمنځ د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په ترڅ کې نن پاکستانۍ لوبډله بریالۍ شوه چې بنګلدېش ته په اوو وېکټو ماته ورکړي.

د بنګلدېش، پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ د شل اووره سیالیو په لړ کې نن نیوزیلنډ لوبډلې پاکستان ته په نهو وېکټو ماته ورکړه.

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د تلې ۱۸مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د سوات په چارباغ سیمه کې د ښوونځي د زدهکوونکو پر موټر وسلهوال برید شوی چې له امله یې موټر چلوونکی وژل شوی او یو زدهکوونکی ټپي دی.
ګڼشمېر کسانو پرون په سوات کې د دغو دوو کسانو جسدونه سره لاریون هم وکړ او د عدالت غوښتنه یې کوله.

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د تلې ۱۷مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د ګېلګېت په چېلاس ښار کې د یوه کور چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ نهه غړي مړه شوي دي.