
کېن ویلیامسن د پاکستان پر وړاندې غبرګه سلیزه ووهله
د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې تکړه توپوهونکي کېن ویلیامسن د پاکستان پر وړاندې لومړۍ ټسټ لوبه کې غبرګه سلیزه «ډبل سنچري» ووهله.

د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې تکړه توپوهونکي کېن ویلیامسن د پاکستان پر وړاندې لومړۍ ټسټ لوبه کې غبرګه سلیزه «ډبل سنچري» ووهله.

په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځینهوو پر کار د اسلامي امارت د بندیز پر وړاندې د راپورته شویو غبرګونونو په دوام، د سعودي عربستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو افغانستان کې د ښځو پر ګډون ټینګار کړی دی.

سعودي عربستان او امریکا پاکستان کې خپلو وګړو او ډېپلوماټانو ته دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو د ډېروالي امله خبرداری ورکړی دی.
دغو هېوادونو په جلا جلا خبرپاڼو کې له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې له غیرضروري سفرونو دې بهر ته له تلو ډډه وکړي.

د ټسټ سیالیو په لړ کې نن د نړۍ څلور لوبډلې د یو بل پر وړاندې پر ټسټ لوبو بوخت دي. اسټرالیا د سوېلي افریقا کوربه دی او پاکستان خپل کور کې له نیوزیلنډ سره پر لوبې بوخت دی.

یوشمېر افغان خبریالان او د بشري حقونو فعالان چې بېګاه د پاکستان په پلازمېنې اسلاماباد کې د اعتراض په توګه را ټول شوي وو، له نړیوالې ټولنې، په تېره د ملګرو ملتونو سازمان، امریکا، کاناډا او نورو اروپايي هېوادونو وغوښتل چې له دوی سره پر کړیو ژمنو دې عمل وکړي.

د اسلامي امارت له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو زدهکړیالانو د زدهکړو بهیر ځنډېدو ته د غبرګونونو په لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې په اړه ناهیلې ښودلې او له اسلامي امارت یې غوښتنه کړې چې پر خپلې کړې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې نن کوربه پاکستان ته په درېیمه ټسټ لوبه کې هم ماته ورکړه چې ورسره یې د درېوو ټسټ سیالیو لوبلړۍ ۳-۰ وګټله.

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د لیندۍ ۲۸مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید پر مهال پنځه پاکستاني پوځیان ټپیان شوي دي.

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت په لکي مروت سیمه کې د ناپېژنده وسلهوالو د برید له امله درې پاکستاني پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سولهييز او باثباته افغانستان د سیمې د پرمختګ بنسټ بللی او دغه هېواد کې یې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی. هغه زیاته کړې چې له شبهاز شریف سره یې د لیدنې پر مهال، په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د ا.ا او پاکستاني ځواکونه د کندهار د سپینبولدک اړوند د ډیورنډ پر فرضي کرښې بیا سره نښتي دي.
کندهار کې يوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته ویلي چې یاده نښته د شېرو اوبو سیمه کې پر فرضي کرښې د پاکستاني ځواکونو له لوري د ا.ا پر ځواکونو داسې مهال ډزې شوي چې افغان لوري په سیمه کې پوستې جوړولې.

د انګلستان او پاکستان ترمنځ د درېوو ټسټ سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې انګلستان کوربه پاکستان ته د ۲۶ منډو په توپیر ماته ورکړه او د روانو ټسټ سیالیو لوبلړۍ یې وګټله.

د اسلامي امارت چارواکي وايي، د افغانستان، ایران، ملګرو ملتونو او پاکستان څلوراړخیزه غونډه چې پنځه ورځې به دوام وکړي، سبا په تهران کې پیلېږي.

کابل کې د پاکستان پر سفیر عبیدالرحمان نظاماني له وسلهوال برید وروسته نوموړی اسلاماباد ته تللی او بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر سره یې لیدلي دي.

د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) په یوې خبرپاڼه کې کابل د پاکستان پر سفارت د شوي برید مسوولیت منلی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ډلې د پاکستان پر سفیر او ساتونکو یې وسلهوال برید کړی دی. له برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې کابل کې یې سفیر عبیدالرحمان نظاماني له یوه وسلهوال برید روغ وتلی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر ټویټر کابل کې د پاکستان پر شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني وسلهوال برید غندلی دی.
د پاکستان لومړي وزیر هغه ساتونکی هم ستایلی چې نظاماني ته یې ځان سپر ګرځولی او هغه یې له مرګ نه ساتلی دی.